په دفترونو کې د غربيانو لخوا د جندر په نوم ورکشاپونه جوړيږي

د ان لاين اسلامي لارښود چلونكو لمړى خپل سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه حضور ته وړاندي كوم او دلوى خداي څخه درته د لا برياوو هيله كوم

اويو واربيا درڅخه ديو مسلمان ورورپه توګه درڅخه ددې اسلامي دندې د ترسره كولو مننه كوم.

او غواړم خپله پوښتنه پدې ډول ستاسې حضور ته وړاندې كړم هغه دا چې اوس مهال د غرب څخه يوه را وارده شوي كليمه ( جندر ) یا جنسی مساوات په دولتي  او نا دولتي ادارو كې كارول كيږي او په اړه يي سيمينارونه او وركشا پونه نيول كيږي او هدف ترې دادي چې ښځه اونر څرنګه سره ګډ كړي كه هغه په كار كي وي اوكه په نورو مسايلو كي وي حتي تر دې چې ځينې سريح اسلامي احكام لكه طلاق ،بغير دمحرم څخه سفر او داسې نور هم تر سوال لاندي راولي او نه يي مني او داسې نور . ګرانو يو څو ورځې وروسته زمونږ په دفتر كي هم په همدې اړه مونږ ته وركشاپ جوړيږي نو له ما څخه په دفتركي ټولو مسلمانانو وروڼو هيله وكړه چې دې موضوع ته يو په اسلامي دلايلو ولاړ دليلونه چمتو كړو او ورسره جدي مبارزه وكړو نو له تاسې محترمو څخه په ډير درنښت هيله كوم چې پدې اړه راته په تفصيل ځواب راوليږي

او دبښنې په غوښتلو سره كه ځواب لږ راته په بيړه را وليږي چې موضوع مهمه ده او زمونږ وركشا پ زر جوړيږي تر څو ورته غاښ ما تونكي ځواب ولرم .

په درناوي ستا سو دلا بريا ؤ په هيله.

پرويز حقپال

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

وعلیکم وسلام ورحمة الله وبرکاة

مننه د تاسې د ايماني ولولو قدردانی کوو الله تعالی مونږ ته د اسلام د مبین دين څخه د دفاع پوره توان راکړي .

دا واضح خبره ده چې د غرب نړيوال يرغل غواړي د نورو ډيرو فاسدو اهدافو سره سره په دې هيواد کې کفري ديموکراسۍ را مينځته کړي .

ددې ناوليې ديموکراسۍ دری آساسی اهداف دی ۱- د حکومت څخه د دين جلا کول ۲- د ښځې او نر تر منيځ مساوات ۳- بې قيده او بې واکه آزادي ..

نور تفصيل دلته وګورﺉ

د اسلام مقدس دين د نارينه او ښځې تر مينځ مساوات د فطري جوړښت او فطری اختلافاتو په نظر کې نيولو سره تضمين کړی دي په دې اړه عقلي او شرعي دلايل دلته وګورﺉ

اسلام سراسر د حيا او پاکدامنۍ دين دی ټول هغه څه چې د انسان عفت او حيا ته زيان او خطر رسوي حرام ګرځولي ، لکه بې حجابي ، د بيګانه نارینه او ښځو تر مينځ خلوت او کډون کول او داسې نور .

په اسلام کې د بيګانه سړيو او نارينه تر منيځ اختلاط او کډون کول حرام دي د عقلي او شرعي دلايلو پوره تفصيل دلته وګورﺉ

د ښځې او نر تر مينځ جسمي او فطري فرق موجود دی د ښځې د مساواتو په اړه د کفر نارې هغوی ته د نارينه  په شان د قوي دندو او مسئويتونو پورته کولو په معنی دي  چې د نارينه په شان درانده کارونو ته د ښځې اړ ایستل بالکل ظالمانه او د عدالت څخه لرې دي

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: