د اسلامی بانکونو موخې

له تيرو مبحثونو څخه داسې معلوميږی چه اسلامی بانکونه دری عمده موخی لری .

(۱)  په مو جوده اقتصادي او تجارتي معاملاتو کې په ځانګړی توګه په نقدي او جنسي بانکی معاملاتو کې د اسلامی شريعت د احکامو پلی کول . تر څو چې د راکړی ورکړی په معاملاتو کې له ربا او سود څخه ډډه وشي چه پخپله دغه هدف د اسلامی امت لپاره مهم اولوړ مقصد او موخه ده هغه امت چه دمشرع احکامو پلي کېدل دهغوی دعقيدی په بنسټونو کې ريښی غځول دی او د ژوند په ټولو برخوکې دشرعي احکامو پلی کېدل غواړی او د دين او دولت تر منځ جدايې او فاصله باطله او لغوه ګڼی .

(۲) په مشروع طريقه د بانکی خدمتونو تجارتي او استثماري چارو په واسطه د ټولنی رشد او تقويه کول.

ادخار او دمالونو ذخيره کولو ته پاملرنه ، له هغه عادلانه ګټې څخه چې له مالونو څخه په لاس راغلی د اسلامی پروژو دتمويل لپاره د لارو برابرول  او د بې وزلو حال ته پاملرنه او اهتمام .

(۳) دمسلمانانو د مالونو په کار اچولو سره د بانک او عامل ترمنځ د مشترکی ګټې او ربع تحقق په داسی شکل چې بانک عملاً او مباشرتاً د مسلمانانو په مالونو باندی کار وکړی يا دا چې بانک دغه مالونه نورو سوداګرو او عاملينو ته ورکړی او له هغه څخه ګټه ترلاسه کړی .

په هغه صورت کې چه کومه خساره وارده شي نو يوازی دمال او وديعت څښتن د هغه تحمل کوي او بانک يوازی د خپل عمل او کوښښ د خساری متحمل کيږي او دغه حالت د مضاربت او شرکت په اساس صورت نيسی (معاملات المالية المعاصرة / دکتور وهبه الزحيلی ص ۵۲۰ـ ۵۲۱. ) .

په عمل او استثمار د اسلامی بانکونو وسايل :

تجارتی سودي بانکونه داسې عمل کوي چه له خلکو څخه پيسی اخلی او نوروته يې په قرض ورکوي دغه بانکونه له نورو څخه سود اخلی او خپلو ګډونوالو ته هم سود ورکوي ګډونوالو ته ډيری کمی پيسی ورکوي او له هغو څخه کومو ته چې دوی قرض ورکړي زياتی پيسی  په ګټه اخلی او په همدی ډول خپل استثماري کارونه په لاره اچوي .

کومی پيسې چه په ربوی بانکونو کې جمع کېږی په بېلابېلو او متنوع طريقو سره لکه جاری حساب ، پس انداز حساب او بخت حساب څخه په لاس راوړي . مګر اسلامی بانکونه لکه چه مخکی مو وويل هغه اعمال او معاملات ترسره کوي چه د اسلامی شريعت له احکامو سره موافق او دخلکو او ټولنی لپاره ګټه رسونکی وي مثلاً د وړيا کوچنی اوغټ قرضونه ، شرعی صرافی او داسی نور تجارتی او استثماري معاملات چه ټول له سود او ربا څخه لرې او په اسلامی احکامو او تقوای باندی ولاړ وی  .

د بانکونو د ټولو تعاملاتو لکه پټه اوښکاره ربا ( عقود الغرر ) (( متردد عقود )) مثال له قبض څخه وړاندی د څه شي خرڅول ، دبانک نوټونو پلورنه او دبدلينو له جملی څخه د يوه له قبض څخه وړاندی صرافی او داسې نورو څخه پاک وی په اسلامی بانکونو کې د اسلام او شريعت له احکامو سره دخلکو په جمع شوؤ پيسو باندی عمل او معامله کېږی .

۱ ـ مستقيم او مباشر استثمار :

مستقيم او مباشر استثمار داسې تر سره کيږی چه پخپله دغه اسلامی بانک عمل او تجارت ترسره کوی . له خپلی سرمايې څخه شرکتونه جوړوی او دنورو په نيابت د هغوی په پيسو باندی کار کوي او لويې او مهيمې پروژی تمويلوی .

چه په دغه صورت کې اسلامی بانک د عامل او مضارب حيثيت خپلوی او مودعين او هغه کسان چې خپل مالونه يې په بانک کې جمع کړی د رب المال حيثيت خپلوی .

۲ ـ غيرمستقيم استثمار :

د اسلامی بانکونو غير مستقيم استثمار داسی ترسره کېږی چه بانک د پيسو د خاوندانو په اذن او اجازه په جمع شوو پيسو کې منځګړيتوب کوي او هغه پيسی دريم حقيقی يا حکمی شخص ته ورکوي او په هغه سره کار کوي او دغه تړون او عمل د مضاربت په تړون باند ولاړ وي .

عامل او مضارب چه کومه فايده ترلاسه کوي نو دترسره شوی پروتوکول په اساس د اسلامی شريعت د احکامو مطابق له نوموړی فايدی څخه عامل او مضارب ته هم ګټه رسېږي او مودعينو او دمالو نو څيښتنانو ته هم له شوی فايدی څخه ورکول کېږي او د دغه فايدی منبع  او اساس چه ټولو ته په عادلانه توګه رسېږي هماغه عمل او زحمت دی .

اسلامې  بانکونه دمعمول په ډول په همدغه دوه ډوله عملونو او استثمار يعنی مستقم او غير مستقيم استثمار باندی اقدام کوی (المعاملات المالية المعاصرة ؟ دکتور وهبه الزحيلی ص ۵۲۳ـ ۵۳۴. ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: