اسلامې بانکداري

د اسلامی بانکداری تعريف

اسلامی بانک عبارت له هغه اداری او موسسی څخه ده چه په پيسو باندی داسلامی شريعت داحکامو او بنسټېزو اصولو دالتزام په اساس عمل کوی او په مالونو باندی د اسلامی شريعت مطابق استثمار او دتجارت کوی او موخه يې د اقتصاد وده رشد او دسود ( ربا ) او ګناه څخه لری ديوی سالمی ټولنی جوړيدل وی (۱) .

د اسلامی بانکداری تاريخ

د پيړی څلورمه نيمايې کېږی چه اسلامی بانکداری ظهو رکړيدی او اولين اسلامی بانک د ۱۹۷۵ عيسوی کال  دمارچ دمياشتې په دولسمه نيټه د ۵۰ ميليونه درهمو په سرمايه د الحاج محمد سعيدلوتاه او دهغه دشريکانو په واسطه په دبی کې تاسيس شو دغه اسلامی بانک په خپل کار او عمل کې دپام وړ پرمختګ وکړ او د اسلامی شريعت داحکامو مطابق يې زيات  ګټه لرونکی مفيد اودپام وړ خدمتونه تقديم کړل .

د ۱۹۱۹ م کال په پای کې داسلامی مالی موسسو اوبانکونو شمېر په پنځو لويو وچوکی له ۲۰۰ څخه زياتو ادارو ته رسېده چې دنوموړی اسلامی مالی ادارو دفروعاتو او نمايندګيو شمير ۵۰۰۰ ته رسېده .

ددغه بانکونو د استثمار حجم او کارونه تر دی حده پوری ورسېد چې په کومو پيسو چې هغوی کار کولو له سل مليارده دالرو څخه زياتی وی .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) المعاملات المالية المعاصرة  للزحيلی ص ۵۱۶ طبع دار الفکر بيروت.

آن لاين اسلامې لارښود – د شيطاني بازار پر وړاندې د مبارزې لړۍ

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: