بانکداري دوهمه برخه (د بانک دندې يا وظيفې )

دبانك وظيفي:

په بانك كي دسرمايي له جمع كولو وروسته بانك دځينو وظايفو لكه تحويل، دزرو تخليق او نورو باندي پيل كوي چه دلته د بانك دځينو وظيفو په روښانوالي او وضاحت باندي پيل كوو.

تحويل: Financing

دبانك ترټولو مهمه وظيفه تحويل يعني دخلكو بډايه كول دي چه هغه تجارانو ته چه لويي پروژي يي په لاره اچولي وي او نورو صنعتكارانو او با اعتباره شركتونو ته قرض وركوي، دغه قرضونه كله اوږد مهاله وي چه دغه راز قرضونو ته په عربي ژبه كي (ائتمان طويل المدت) اوپه انګليسي ژبه كي Long Term Credit وايي او كله هم دغه قرضونه لنډ مهاله وي چه په عربي ژبه كي دغه راز قرضونوته (ائتمان قصيرالمدت) او په انګليسي ژبه كي ورته Short Term Credit وايي (اسلام او جديد معيشت وتجارت، مفتي محمد شفيع تقي عثماني،ص،۱۱۶ په اوردو ژبه)

بانك خلكوته په دري ډوله قرض وركوي

۱- د ورځنيو تجارتي كارونو لپاره مثلاً دبلونو دتاديي او مامورينو د معاشاتو او نورو كارونو لپاره.

۲- د تجارتي كارونو د اخراجاتو د تنظيم لپاره مثلاً د تجارتي سامان آلاتو د اخيستلو لپاره چه هغو ته په عربي ژبه كي د تمويل المشاريع او په انګليسي ژبه كي ورته Project Financing وايي.

د زرو تخليق:

دبانك د مهمو وظيفو څخه بله وظيفه د زرو تخليق دي د زرو تخليق د اعتبار د جوړولو په معنى دي ځكه چه په ابتدا كي بانكونو د رسيداتو د ترويج په زيادت كي مهم رول درلوده ددي موضوع وضاحت داسي دي چه په پخوا وختونوكي تعامل داسي ؤ چه خلكو به چه په هره اندازه پيسي په لاس راوړلي نو يوه لږه اندازه د هغه پيسو به يي له ځانه سره ساتلي او پاتي ټولي پيسي به يي په بانك كي جمع كولي كله چه به چا پيسو ته ضرورت پيداكولو نو پانك به هغه ته نقدي پيسي نه وركولي بلكه د بانك خاوند به اړكس ته دهغه د پيسو په مقابل كي په بانك كي حساب پرانستلو او هغه ته به يي چك وركولو ترڅو چه دضرورت په مهال په ورځنيو تجارتي معاملاتو كي نوموړي چک وكاروي مثال كه كوم چا له بانك څخه د يوسل زره افغانيو په اندازه قرض اخيسته نو بانك به د سل زره افغانيو په ځاي هغه ته دسل زره افغانيو چك وركولو نو وروسته به دغه كس چه له بانك څخه يي چك ترلاسه كړي دې د شي د اخستلو پرمهال همدغه چك كاراوه اوخپل ضرورت يي رفع كولو.

د تمويل په اعتبار دبانك ډولونه:

بانكداري څو قيسمو نه لری چې ځينې يې په ځينو معينو برخو کې تمويل کوی او ځنې يې په عامه برخو کې کار کوی چې داړو ډولونو کې دلاندی قسمونو لرونکې دی .

۱ ـ کرهڼيز بانک : ګرهڼيز بانک عبارت له هغه بانک څخه دی چې دکرهڼی په برخه کې خلکو ته پور ورکوی .

۲ ـ صنعتې بانک : د صنعتې بانک وظيفه دصنعتې ترقی لپاره تياری نيول او د پيسو دقرض ورکول دی (جديد معيشيت وتجارت ص ۱۱۸.) .

۳ ـ پراختايې بانک : پراختيايې بانک عبارت له هغه بانک څخه دی چې خلکو ته دپراختايې چارو د پرمخ بيولو لپاره پور ورکوی (مصدر سابق ) .

۴ ـ تعاونې ( مرستندوی ) بانک : مرستندوی بانک د يوې تجمعی مرستې او امداد په خاطر تاسس شوی دی او د نوموړی بانک کار اوبار  د هغه تر غړو پوری محدود وی يعنی فقط هغه کسان چې د بانک مؤسسين دی کولای شي چه په دغه بانک کې حساب پرانيزی  پور  واخلی او يا پور ورکړی (مصدر سابق ص ۱۱۹ ( .

۵ ـ استثماری بانک : داستثمار کليمه په بيلو بيلو هيوادو نو کې په بيلو بيلو مفاهمو سره ده چه دلته له هغه څخه مراد هغه بانک دی چه په هغه کې د پيسو حساب د يوې معينې مودی لپاره وی  ، عمومی او پس انداز حسابونه هلته نشي جاری کېدای او تنها ثابت حساب پکې د اجرا وړ دی او د نوموړی بانک پورونه هم دمعينې مودی لپاره وی او همدارنګه لنډ مهال پورونه هم هلته  د اجرا وړ نه وی

۶ ـ سوداګريزه بانک : سوداګريزه بانک له هغه بانک څخه عبارت دی چه د عمومې تمويل چاری پرمخ بياې په کومه معينه څانګه پوری تړاو نه لري او هره ادارې  او پروژې ته پور ورکولای شي  .

۷ ـ مرکزی بانک : مرکزی بانک د يو هيواد د مهيمو ادارو له ډلې څخه يوه اداره ده چه د ټولو بانکونو څارونکې او نظارت کونکې وی . مرکزی بانک دهيواد په مالياتې او اقتصاد نظام کې مهم رول لری . مرکزی بانک په مختلفو هيوادونو کې په مختلفو نومونو سره يادېږی مثلاً  په افغانستان کې (( د افغانستان بانک )) په پاکستان کې (( اسټيټ بانک آف پاکستان )) په بريتانياکې (( بينک آف انګلينډ )) او په هند کې (( اردو بانک آف انډيا )) په نومونو سره يادېږي.

د مرکزی بانک دندې :

مرکز بانک بيلابيلې  دندی تر سره کوی چې ځينې يې په لاند ډول دی .

۱  ـ دا چې مرکزی بانک حکومتی بانک دی نو په دی اساس د حکومت ټولی پيسې هلته ذخيره  او حکومت ته دحکومت د پيسو په مقابل کې ګټه نه ورکوی او د اړتيا په وخت کې حکومت ته سودی قرض هم ورکوی .

۲ ـ  مرکزی بانک د حکومت د اجتماعې او اقتصادی پاليسيو سلا کار ( مشاور ) دی .

۳ ـ مرکزی بانک زر ذخيره کوی ، پيسو ته ارزښت ورکوی او داړتيا په وخت کې دزرو اجرا هم کوی .

۴ ـ نور بانکونه د خپلو فعاليتونو د اجازی لپاره دمرکز بانک څخه جواز پاڼه اخلی .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: