اسلامې آداب لومړی برخه ( د ملاقات او سلام آداب )

دملاقات آداب

په هر قوم او زمانه کې دملاقات په وخت کې څه کلمات رواج لری لکه : په عربی ژبه کې د صباح د ملاقات په وخت کې د ( صَبَاحُ الخَيْرِ سَيَّدی !) ( آقا سهار نيکمرغه ) او يا په غربی نړی کې دصباح د ملاقات په وخت د ( ګډ مارننګ ) او دشپی دملاقات په وخت کې ( ګډنايټ ) يعنې ښه شپه او داسې نور ويل  رواج لری . د رسول الله صلی الله عليه وسلم دبعثت په وخت په عربو کې هم دغه شان دملاقات په وخت د څه کليمو ويلو رواج موجود وؤ .

خو کله چې د اسلام مقدس دين راغۍ نو مونږ ته د ملاقات په وخت کې د اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة ! د ويلو  حکم وشو  د اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة ! ( سلامتيا دی وې  پر تاسی ، برکتونه او رحمتونه د الله دې وی پر تاسو باندی )  بې له دې نه بله داسې غوره ، مکمله او د ثواب وړ جمله نشته چې د دغه مبارکې کليمې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو څخه ده د دغې  سلام ځای  ونيسې .

په هر حال د ملا قات په وخت کې اسلام عليکم ويل د اسلام شعار بلل کېږی چې ډير فضلتونه لری چې لنډ بيان يې په لاندې  ډول دی .

دسلام فضيلت او اهميت :

حديث (۱) : عن عبد الله بن عمرو قال قال  رسول الله صل الله عله وسلم اُعبدو الرحمن الرحيم و آطعمو الطعمو الطعام و افشوا السلام تد خلو الجنة بسلام . ( رواه الترمذی )

ژباړه : د حضرت عبدالله بن عمر بن العاص رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد فرمايلی : ای خلکو ! د رحمن خدای جل جلا لهُْ عبادت کوی . او د الله تعالی بندګانو ته ډوډی ورکویء . او د سلام رواج ښه خورویء تاسو به په سلامتی سره جنت ته ورسولی  شیء .

حديث (۲) :  عن عبدالله بن عمرو ان رجلا سأل رسول الله صلی الله عليه وسلم ای الاسلام خيرُْ  ؟ قال تطعم ُ الطعام وتقری السلام علی من عرفت ومن لم تعرفُ . ( رواه البخار ومسلم ) .

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عمرو رض الله عنه نه روايت دی چې يو سړی  د رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه  وکړه چې ! په اسلام کې ( يعنی اسلامی اعمالو کې کوم څيز او کوم عمل زيات ښه دی) ؟ هغه صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې يو خو دا چې د الله بند ګانو باندی ډوډی خوره . دوهم  دا چې که دچا سره پيژندګلوی لری او که نه هغه ته سلام کوه .

حديث (۳) : عن ابی هريرة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم لا تد خلو الجنة حتی تو منوا ولا تو منو حتی تحابو او لادُلکم علی شيء اذا فعلتموه تحاببتم اقشو السلام بينکم . (رواه مسلم .)

ژباړه : دحضرت ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : چې ته نشي تلی جنت ته تر هغه پوری چې پوره مؤمن نه شی او تر هغه پورې (کامل ) مؤمن نشی کيدای  . څو پوری چې تاسو کې د يو بل سره مينه محبت نه وی پيدا شوی . ولی زه تاسو ته هغه عمل ونه ښايم چې دهغه په کولو سره ستاسي په منځ کې محبت پيداشی هغه دا دی چې سلام په خپل مينځ کې ښه خور کړیء .

حديث (۴) : عن ابی امامة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان اول الناس بالله من بداّ با لسلام . رواه احمد والترمذ و ابو داؤد )

ژباړه : دحضرت ابو امامه رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد فرمايې : چه په خلقو کې الله ته نيږدی او دهغه درحمت مستحق هغه بنده دی چې په سلام کولو کې وړاندی والی کوی .

حديث (۵) : عن عبدالله بن مسعود عن النبی صلی الله عليه وسلم قال الباد بالسلام بری من الکبر .( رواه البيهقی فی شعب الايمان ).

ژباړه : دحضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت کوی چې هغه ارشاد فرمايې :چې په سلام کې مخکې کيدونکی د تکبر نه نجات مومي .

حديث (۶) : عن ابی هريرة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم حق المسلم علی المسلم سِتُْ  قيل ما هُن يا رسول الله قال اذا لقيته فسلم عليه واذا دعاک فاجبه و اذا استنصحک فانصح له و اذا عطس فحمد الله فشمته وَ اِذا مرض فعده واذا مات فاتبعهُ . ( رواه مسلم ).

ژباړه : د حضرت  ابو هريره رضی الله عنه نه روايت د چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : په يو مسلمان باندی دبل مسلمان شپږ خاص حقونه دی . اول دا دی چې مخامخ شو نو سلام به کوی . دوهم داچې دعوت در کړی نو دعوت به يې قبلوی په شرط ددی چه څه شرعي مانع نه وی . دريم دا چې د نصحيت او مشوری طالب وی نو انکار دې نه کوی ، څلورم دا چې د پرنجي پر مهال هغه ته د الحمدلله ځواب په يرحمک الله سره ورکول ،پنځم دا چې کله مريض شي د هغه پوښتنه کول ، شپږم دا چې کله وفات شي د هغه په جنازه کې کډون کول .

حديث (۷) : عن انس ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال به بُنيی اذا دخلت علی ا هلِک فسلم کون برکة عليک وعلی اهلک بيتکَ . ( رواه الترمذی )

ژباړه : دحضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : بچيه ! هرکله چې ته خپلو کور والا له ورشي . نو سلام کوه . دا به ستا لپاره هم باعث دبرکت وی او ستا د بال بچ د پاره  هم .

د سلام اچولو ځينې احکام :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  دسلام او سلام دجواب  څه احکام او ظوابط هم تعليم فرمايلی دی. دهغی لپاره لاندينی څو حديثونه ولولیء .

حديث (۱) : عن ابی هريرة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم يُسلم الصغير علی الکبير والمارُ علی القاعد و القليلُ علی الکثير . ( رواه البخاری )

ژباړه : د حضرت ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد فرمايې : چې کوچنۍ دی لوی ته سلام کوی  . او په لاره باندی تلونکی او روان دې په ناستو خلکو سلام اچوې  او لږ سړی دی لوی ډلی ته سلام کوی .

حديث (۲) : عن علی بن ابی طالب مر فوعاً قال يجزی عن الجماعة اِذا مروا ان يُسلم احد هُم ويجزی عن الجلوس ان يرُد احد هم .( رواه البيهقی فی شعب الايمان )

ژباړه : دحضرت علی ابن ابی طالب رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صل الله عليه وسلم  فرمايلې دی : چې د روانې ډلې نه که يو سړی سلام وکړ . نو د ټولی ډلې د طرف نه هغه کافی دی او په ناستو خلکو کې چې يوسړی جواب ورکړی نو هغه د ټولو دې طرف نه کافی دی .

آداب پرلپسې لړۍ

د روغبړ آداب

د مجلس اداب

د ناستي او ولاړی آداب

د خوب او بيدارۍ آداب

د خوړلو او څښلو آداب

د لباس  آداب

او داسې نور ……………

معارف الحديث

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. اسلام علیکم ورحمت الله و،،،،
    په کافر باندی د سلام اچول خه حکم لری (ایا جایز دی او کنه )که یهود،هندو ،روسی او داسی نور

    ———————
    اداره :
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/3148

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: