ډير ژر به اسلام پر ټوله نړی حاکم شي

د غرب خوسا شوی ،منسوخ او باطل مذهب د ژوند ورستۍ لحظی طی کوي د يوې زړی شوی ونی په شان چې ورځ په ورځ يې پاڼې په وچيدو او اډونه يې ورستيږي ، خو بل خوا اسلام د نويې ونې په شان دی چې د وخت په تريدو سره نمو کوي او هرې خوا ته خپلې ريښي تيتوي ، چې بې شکه په ډيره نږدې کې به اسلام په ټوله نړې حاکم شي ان شآء الله .

د خپل ليونتوب ، د حق پر وړاندې د  مقابلې څخه ناتوانی او د سختې ماتي د سکون او تسل د پاره قرآن ته اور اچوي ،د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د مقام او عظمت په شان کې ګوستاخي کوي ، د اسلام پر ضد منفي تبليغات کوي ، که طاغوتيان د مسلمانانو پر خاوره تيرې وکړي د هغه پر وړاندې د مسلمانانو جهاد او مقابلی ته تروریست  او وحشت وايي .

خو دوی چې پر مسلمانانو باندې پر ټڼو ټڼو بمونه ، او ممنوعه اسلحي کاروي هغه ته وحشت او بربريت نه وايي بلکي د حيواني ديموکراسۍ د پلې کولو د پاره يې هلی ځلی بولي 

 که څه هم د دوی اصلي هدف به د اسلام له مينځه وړل او اسلامې امت په زخایرو خپله خيټه اچول وي   .

 

خو غرب د دومره مردارو  حيلو او چل سره سره د قرآن کريم د هدايت مخ ونشوای نيولی .

ّپه غرب کې رسمی سروي ښيي چې هر وخت زيات شمير کسان اسلام ته داخليږي په خاصه ټوګه سپين پوسته ښځې او د لوړو زده کړو واله کسان  .

ّپه ټوله ارپا کې يوازې په سلو کې ۱۴ فيصده کسان د الله تعالی په وحدانيت باور لري ، د ورځې په تېريدو سره خلک د خرافاتي او تحريف شويو افکارو څخه لری کيږي حال دا چې اسلام ورځ په ورځ د ترقی په حال کې دی  او د  خوساشويو ، منسوخ ، تحريف او باطلو اديانو ځای نيسي .

په فرانسه کې تر دريو مليونو کم خلک کله کله کلیسا ته ځي حال دا چې د مسلمانانو شميره تر ۷ مليونو نو زياته ده .

غرب د ټولو  وسايلو په کارولو سره پر اسلام باندې هر اړخيز یرغل وکړ خو سره له دې اسلام ورځ په ورځ  د زوړ او خوسا شوي ، منسوخ او باطل مسحيت او یهوديت ځای نيسي .

كلونه را هیسې غرب ددې کوښښ کولو تر څو خپل ټول وسايل په کار واچوي او د اسلام پر ضد منفي تبليغات وکړي تر څو په دې سره د اسلام مخه ډپ کړي خو د وخت په تيريدو سره ټولنه په دې پوه شوه چې دا ټول هسې چل او مکر دی ځکه د درواغو ، چل او دوکې مزل ډير لنډ وي .

په خاصه توګه وروسته له هغه چې د نيوراک پر برجونو حمله وشوه ، نو د اسلام پر ضد تبليغاتو سخت زور واخيست مګر هر څه سرچپه شول ، خلک اسلام ته متوجه شول تر څو ددې دين په اړه ځان پوه کړي واضح خبره ده هر چا چې په غور قرآن او اسلام مطالعه کړ هغې د حقيقت طرف ته لار پيدا کړې ده ځکه دا یو برحق دين دی چې د حقيقت د دلايلو د پاره عقل مخاطبوي طبعي خبره ده چې عقل هغه حتماً قبلوي ځکه دواړه د الله تعالی له جانبه دي  )الهي دين او د انسان عقل ( .

عربي رسني ليکي : چې هغه وخت په غرب کې تر ټولو زيات خرڅيدونکی کتاب قرآنکريم او نور اسلامې کتابونه ؤ ، ځکه له هغه وخت را په دې خوا ډيرو خلکو د اسلام طرف ته مخ کړی ده او دا لړۍ د ورځې په تريدو سره زور اخلي .

له بلې خوا غرب له کلونو را هیسې د خپلې جنګي او نظامي تکنالوژې د برابرولو د پاره بې حده مصارف په کار واچول او په اسلامې ملکونو يې خپل غلامان او داسې کسان چې نه خپل دين او نه هم خپل هيواد ته وفادار وي نصب کړل او د خپل استعمار د پلې کولو د پاره یې د اسلامې امت په هغو مهمو برخو کوم چې د دوی د پاره خطر ؤ نړيوال يرغل وکړ .

د ير غل پر وړاندې د اسلامې امت ځوانانو په ډيره بې وسوسۍ او بې کسۍ سره چا تورې ته چا قلم ته لاس کړ او د زورور يرغل مخې ته ودريدل ، که څه هم دغه زورور يرغل اسلامې امت سخت وارخطا او ووريرولو خو الله تعالی په خپلو بندګانو سکينه او خپل نصرت نازل کړ داسې چې د دوښمن پرمختللی تنالوژي د سرې نه جوړ کړي ډير ناچيز او ارزانه بم خوراک شوه .

له بلې خوا د دوښمن جوړ کړي نظامونه او حکومتونه په فسق او فساد کې اول نمبر وختل او په ټولنه کې د خلکو د سخت نفرت سبب شول .

نو مونږ نن ورځ ددې شاهد يو چې اسلامې مقاومتونه ، اسلام ته دعوت او اسلامې تعاليم ورځ په ورځ د پراختیا په حال کې دي ځکه هغه کسان چې پخپل دين يې زړه سوځي طبعاً نظر نور وخت د زورور او هر اخيز يرغل په وخت کې د دين د قيام د پاره نه ستړې کيدونکی هلی ځلی کوي تر څو دوښمن دين ته ضرر پيښ نه کړي .

چې همدا هلی ځلی وې چې نن ورځ د کلونو کلونو خوبه وړی اسلامې امت د ویښدو په حال کې دی .

نن ورځ مونږ ددې شاهد چې هر کال په غرب کې په زرګونو کسان د اسلام په مقدس دين مشرف کيږي په دې اړه دومره زيات اخبار او د نويو مسلمان شويو کسان عجيبې او جالبې قصي نشريږي  چې سړی نشي کولای د هغې يوازې کمه اندازه وژباړی  .

نو ويلای شو چې د نړی راتلونکی دين به اسلام وي

او د الله تعالی کړی وعدي د عمل جامې اغوندې :

قوله تعالی : «وَعَدَ اللَّـهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» ﴿النور/٥٥﴾

سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    ډیر په زړه پوری او د وخت سره سم مطلب ته مو اشاره کړی الله ج مو تاند لره او الله ج دی نور هم توفیق درکړی چې همداسی غوره مطالب له موږ سره شريک کړيی . الله ج دی زموږ نه هم د خپل دين کار واخستل کړی امين. زه يوی نقطی ته اشاره کوم هغه هم کله چي ستاسی داسی ليکنی ګورور نو ډیر خوشحاله کيږو او دنورو ملګرو سره یی شريکو خو لږ څه ليکنه کې نيمګړتياوی وي هغه هم د ليکلو له مخی هيله کوم چي پدی سره مو خوا بده نه شی الله ج مو په خپل رحم ونازوه.امين

Leave a reply to حيات هجران شيرزاد Cancel reply