د رسول الله صلی الله عليه وسلم خولۍ څه راز وه ؟

پوښتنه : د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟

جواب : له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دريو ډولو خوليو پر سر کولو ثبوت شته ، يوه هغه ده چې پر سر باندي بالکل همواره وي يعني نازکه خولۍ وي ، دوهمه هغه ده چې لږ لوړه وي  او دريم هغه ده چې يو څه غټه  او غوږو نو ته راکښته شوې وي . ( کتاب الوسيلة للموصلي جلد۶ صفحه ۱۱۶ )  

له دې کبله هر راز خولۍ پر سر کول بلا شبه جايز دي البته داسي خولۍ چې له ډېره اصرافه کار اخستل شوی وي او يا داسي  بد صورته وي چې انسان بد شکله ښکاره کوي او يايې عمومًا سر ښکته او ظالم خلک استعمالوي او د هغوی خاص لباس وي جايز نه ده .

همدا راز دقراقلي خولۍ چې د حيواناتو له وړيو او پوستونو څخه جوړيږي پر سر کول جايز دي ، په هغه کې کوم  قباحت نشته ، البته ځينو خلکو په دې هکله له حيواناتو سره يوه ظالمانه طريقه خپله کړې ده ، حيوان مخکې تر پيدايښت د مور له نس څخه راباسي او يا تر ذبح کولو مخکې له حيوان څخه پوست پرې کوي او قراقلۍ خولۍ ترې جوړوي دا ډير ظلم ، خورا ستره ګناه او په هيڅ صورت جايز نه دي ، له داسي کاره څخه په ټينګه پرهيز په کار دی .

ليکن که په صحيح طريقه له ذبح  کولو وروسته د حيوان له پوست او وړيو څخه قراقلۍ خولۍ جوړه شي هيڅ خبره نه ده ، په فتاوی علمګيري کې راغلي :

لبس الصوف والشعر سنة الانبياء عليهم السلام لانه اية التواضع ….. عن ابی حنيفه (رح) لا بلبس القلنسوة الثعالب کذا فی المسبوط . ( فتاوی عالمګيري کتاب اللباس )

ترجمه : ( دحيواناتو له ) وړيو او ويښتانو (څخه لباس جوړول او اغوستل ) د انباوو عليهم السلام سنت دی ،ځکه دا دتواضع علامت دی او له امام ابوحنيفه (رح) څخه نقل شوي چې د ګيدړو ( له پوست او وړيو څخه ) خولۍ جوړول او پر سر کول جايز دي ، همدا خبره په مبسوط کې راغلې .

عمدة الاحکام

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

    درنو د ویب پاڼې چلوونکو ستاسې یو په زړه پورې مطلب مې ولوست چې هغه هم د خولۍ په سر کولو په اړوند وو په ځانکړې توګه د لمانځه په وخت کې
    اوس غواړم یوه پوښتنه وکړم او هغه دا چې په مساجدو کې ځانګړې خولۍ ایښودل چې خلک یی یواځې د لمانځه لپاره په مسجد کې په سر کړي او که له مسجد نه دباندې یی وړي نو ځان به ورته پرې بد ښکاره شي ځکه دا خولۍ زیاتره له لوښو او مزري جوړې شوي وي

    جزاک الله خیرا فی الدارین

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: