د نارينه او ښځي له يو بل سره د مشابهت کولو ممانعت

   په انساني ژوند کې د شر او فتنې  د پيدا کېدلو او ټولنه پر ناوړه لار دتللو اصل وجه دا ده چې  انسان له خپل فطرت څخه انحراف او مخ  ګرځونه وکړي  او د طبعي کارونه خلاف  طريقه غوره کړي ، له دې څخه  څوک سترګې نه شي پټولا ی چې نارينه او ښځو ته الله تعالی ځانته ځانته  طبيعتونه او ځانګړي خاصيتونه ورکړي، هره ډله ځانته بيلي بيلي ځانګړ تياوي  لري ليکن که يو د ښځي جوړېدلو کوښښ وکړي يا ښځه دنارينه جوړيدلو کوښښ وکړي نو ښکاره خبره ده چې په نتيجه  کې به اخلا قي فساد او ټولنيزه فتنه وزيږ وي ، ځکه خو جناب رسول الله (ص) هغه کس ملعون بللی چې خپل ځان ښځه جوړ کړي  او د ښځو مشابهت غوره کړي ، حال داچې الله تعالی هغه  نارينه پيدا کړی وي او هغه ښځه  هم چې الله تعالی مونث جوړه کړي  وي ليکن دا د مذکر جوړېدو کوښښ کوي .( المعجم الکبير للطبراني جلد۸ صفحه۲۰۴ )                                                        

    د صحيح  بخاري د ( کتاب اللباس ) په ( باب المتشبهين بالنساء ….) کي روايت شوي :                                                                                                            

   عن ابن عباس (رض) قال لعن النبی (ص) المتشبهين من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالر جال . ( بخاري شريف جلد۲ صفحه ۸۷۴)          

   ترجمه : له حضرت ابن عباس (رض) څخه  روايت دی چې رسول الله (ص) پر هغو نارينه وو چې له ښځو سره مشابهت  کوي او پر هغو ښځو چې له نارينه وو سره مشابهت کوي لعنت ويلی دی .                                                    

   مسلمانه ښځه بايد نه دا سي لباس واغوندي چې هغه له نارينه وو سره مخصوص  وي  لکه په موجوده  زمانه کې پتلون چې صرف له نارينه وو سره مخصوص دی او نه بايد داسي لباس واغوندي چې له يهوديانو ، نصرانيانو او مشرکو ښځو سره مخصوص وي ، ځکه چې له هغوی سره تشبه اسلام ممنوع کړې ، اسلام  د نارينه او ښځي تر منځ  د امتياز او په ظاهر او باطن کې  دکفارو قومونو له تقليد څخه د ازادۍ غوښتونکی دی .

dawat.katib.org

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: