د پخوا وخت بې ارښته پيسو قرض به څنګه ادا کيږي

د بې ارزښته پيسو قرض به څنګه ادا کيږي هماغه پيسې يا جايرې نرخ ؟

 اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
آیا ددی قرض ادا کول پرما لازم دی
زما نیکه
څو کاله مخکی وفات شوی او دهغه نه څه مال او جایداد هم په میراٽ راته پاتی دی څو ورځی مخکی یو چا راته زنگ ووهلو چه( زما ستا په نیکه باندی می قرض وو نو دا قرض خلاص کره تر څو دی نیکه ددی قرض له امله په عذاب نه وی)
زه هم په ډیره دلچسپی سره دهغه سړی کور ته لاړم ددی سره په خبرو کی دی نتیجی ته ورسیدم چه زما نیکه ته دی سړی دهغه وخت څو لکه روپی ورکری وی چه اوس دهغه معادل څو سوه کیژی نو دی سری راته وویل که چیری ددنیکه دین ادا کوی نو اوس خو هغه پیسی ډیری بی ارزشته دی دهغه وخت ددالر دنرخ پوشتنه به وکرو په هر څو چی وو نو دهغه معادل پیسی به ماته راکړی خو بالاخره ما دا خبره ورسره ونه منله پدی خاطر چه پدی سره شاید زه دسود په ورکولو سره گنهکار شم خو دی سری یو معین مقدار پیسی تعین کری چه هغه مقدار دورکرل شوو پیسو سره هیڅ تناسب نلری او په اوس وخت کی یی ارزشت هم زیات دی نو ما داخبره ورسره منلی چه دا تعین شوی مقدار پیسی زه درکوم او زما پوشتنه داده چه ددی پیسو په ورکولو زه مکلف یم پداسی حال کی چه نیکه می پدی اره ماته هیڅ هم ندی ویلی او مخکی ترینه خبر هم نه وم او بل دا چی که چیری په ورکولو یی مکلف وم څکه چه اوس می دهغه پیسو دورکولو وعده ورسره کړی نو آیا پدی سره خو به زه گنهکاریژم نه پدی سره ویریژم چه ددی په ځای چه زه ثواب لاس ته راوړ م دگناه پیټی می نور هم دروند نه کرم
ستا سو دجواب په انتظار یم
مننه
  سليمان خان

بسم الله الرحمن الرحمن

د اول سوال ځواب : تاسې د قرض په ورکولو مکلف ياست تفصيل دلته وګورﺉ .

دوهم ځواب :

كچیرې د وخت په تیريدو سره چليدونکي پيسې تغير وکړي ، خپل ارزش له لاسه ورکړي يا يې ارزښت لوړ شي نو مخکنی قرض به څنګه ادا کيږي ؟ په دې اړه د علماء کرامو نظرونو په لاندې ډول دي :

اول :

امام ابوحنينفه رحمه الله او د شافعيه علماء او حنابله او د مالکيه مشهوره رايه دا ده چې په سړی باندې هماغه مقدار پسې کوم چې مخکې تعين شوی دی ادا کول واجب دي .بغیر له زیادت او کمبود څخه .

دوهم : د احنافو مشهور عالم ابوسف رحمه الله وايی : په سړې لازم دی چې د هماغه ورځې د نغدو پيسو د قیمت نسبت جاریرې نرخ ته حساب کړي او هغه مقدار طلبګار ته ورکړي .

دريم د ماليکه علماء څخه امام رهونی وايي : که د قيمت تغير زيات وي نو د قرض ورکونکی بايد د عقد د وخت نرخ د جايرې نرخ سره مقايسه او حساب کړي او هغه اندازه پور غوښتونکي  ته ورکړي .

نو د اول او دوهم قول له مخې په سړی واجبه ده چې پوروړی ته د عقد د وخت نرخ د نن زمان د نرخ سره حساب کړی .

او د اول قول له رويه چې مشهور دی په سړی څه شی نه لازميږي مګر هماغه مقدار پسې په کومو چې پخوا عقد شوی وي .

او زمونږ توصيه دا ده چې د جمهورو علماؤ (اول قول ) په رأی عمل وشي تر څو د احتياطاً د سود د خطرې نه ځان بڅ کړ شي . او ربا يا سود دې ته وايي چې يو کس چا ته پيسې پور ورکړي او د قرض اخيستلو په وخت کې د هغه څڅه زياتي پيسی طلب کړي .

که څه هم د ځنو علماؤ په نزد د بې ارزښته پيسې د جايري نرخ له لويه حساب شي خو بيا هم د جمهور قول دا دی چې هماغه مقدار پيسې به ادا کيږي .

او بيا هم وايم چې احتیاطاً او د شبهاتو څخه د لرې والی په خاطر د دوهم او دريم قول عمل مطمئن او صحي نه ښکاري  د شبهاتو څخه د لرې والی په وجه په اول قول عمل په کار دی

ځکه رسو ل الله صلی الله علیه وسلم فرمايي  :« مَنِ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ، فقَد اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ» بخاري (50) مسلم (2996).

 ( هر چا چې له شبهاتو څخه پرهيز وکړ په رښتيا چې هغه خپل دين او آبرو وساتل )

 

موقع عالمی الاقتصاد اسلامية  او فتاوی اهل سنت و الجماعت

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. سلیمان خان

    دیره مننه له جواب نه مو

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: