اجباري نکاح

سلامونه او نیکی هیلی د دی پاڼی ټولو کار کونکو ته ډالۍ کوم الله پاک دی وکړی چی ټول روغ او جوړ اوسي
زه یوه ستونځه لرم او ستاسو څخه د هغی باره کی پوښتنه کوم الله دی وکړی چی زما ستونځه حل شی؛ پوښتنه پدی ډول ده
پوښتنه:زما د ترور لور ده ښه لمونځ ګزاره ده قران پاک علم هم لری هغه زما خوښه ده او غواړم چی واده ورسره وکړم خو زما پلار او مور نه غواړی چی زه هغی سره واده وکړم یعنی زمونږ د واده خلاف دی؛ او دا می هم اوریدلی دی چی د مور او پلار باید قدر او احترام وشی چی مور او پلار درنه راضی وی نو الله درته هم راضی کیږی؛ او هم د مور د پښو لاندی جنت دی؛ او بل ترف ته اسلام وایی چی هر څوک حق لری چی د خپل ژوند ملګری ځانته په خپله وټاکی؛ نو اوس تاسو محترم ماته لاره راوښایی چی زه سه وکړ؛ که د مور او پلار منم خو زما ژوند تباه کیږی ځکه چی زه هیڅ نه غواړم چی د هغی جینی نه غیر زندګی تیره کړم او تیرولی یی هم نشم او زما نه غیر د هغی زندګی هم مشکله ده؛ او که د مور او پلار نه منم نو بیا رانه هغوی ناراضه کیږی او پلار می راته دومره هم ویلی دی که چیرته زما ځوی یی نو زما ومنه چی زه درته څه وایم او که زما ځوی نه یی نو زما مه منه او بیا زما په کور کی خپه کینه ږدی نو اوس زه سه وکړم ماسره هیڅ لاره نشته دی تاسو ماته ځواب راکړۍ چی زه سه وکړم؟ ستاسو محترم نه یوه نړۍ مننه
بښنه غواړم ما ونشو کړای چی خپل نوم پوره ذکر کړم —   خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په نکاح کې اجبار نشته يعنې پلار يا ولي ته دا جايزه نه ده چې خپل لور داسې کس ته واده کړي چې د هغې رضا نه وي او همدارنګه خپل زوی ته داسې ښځه وکړي چې د هغې خوښه او رضا نه وي .

دليل لاندې حديث شريف دی :

عبدالله بن عباس رضي الله عنهماروايت کوي چه: «أنَّ جارية بكراً أتت النبي –صلى الله عليه وسلم- فذكرت أنَّ أباها زوجها وهي كارهة، فخيّرها النبي –صلى الله عليه وسلم-»[1].( ابوداود او ابن ماجه ) .

يوې پيغلې نجلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په حضور  کې عرض وکړ چه : پلار مې يو کس ته واده کړې يم چې هغه مې خوښ نه دی ،رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه په خپل اختيار پريښوده .

يعنی هغې ته يې اختيار ورکړه که ژوند ورسره تيروي او که يې ترک کوﺉ .

ددې حديث شريف په رڼا کې د فقها کرامو حکم دا دی چې جبري نکاح باطله ده يعنې نکاح د تر رضامندی پورې موقفه ده که رضا او خوښه يې وشوه صحي ده او که نه باطله ده .

لايجوز نکاح احد علی بالغة صحيحة العقل من آب او سلطان بغير اذنها بکرا کانت او ثيباً فان فعل ذلک فالنکاح موقوف علی اجازتها فان اجازته جاز و ان ردته بطل کذا فی السراج الوهاج (الهندية ،کتاب نکاح ۱ / ۳۰۹ او کفايت امفتي ج ۵ / ۲۸ ) .

د نړې معتبرو اسلامې مراجعو لکه الشبکة اسلامية او موقع اسلام سوال او جواب هم په دې موضوع اږود بحث کړی دی او اجباري نکاح حرامه ګرځولې ده .

http://islamqa.com/ar/ref/111787/%D8%B1%D8%B6%D8%A7%DB%8C%20%D9%88%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%8A%D9%86

http://www.islamweb.net/consult/index.php?page=Details&id=2111756

آن لاين اسلامې لارښود


[1] صحيح أخرجه أبوداود وابن ماجه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: