په هغو وروڼو پسې مې ژاړم چې زه يې نه يم ليدلی .

کله چې په حجة الوداع کې په جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم دغه مبارک آيت نازل شو (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا ) (المائده 3 ) ابوبکر صديق رضی الله عنه چې کله دغه مبارک ایت واروید په ژړا شو صحابه کرامو هغه ته وويل : څه شي وژړولی ځکه دا خو هم د نورو آيتونو په شان يو آيت دی کوم چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم نازليدل . ابوبکر صديق رضی الله عنه وويل : دا آيت د جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د مرګ خبر دی .

د حجة الوداع د را ګرځيدو (9)  ورځې وروسته جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم دردونه شروع شول او ويې فرمايل : غواړم د احد د شهيدانو زيارت ته لاړ شم ، د احد د شهيدانو زيارت ته يې تشريف يوړ د هغوی د قبر تر څنګ ورديد او ويې فرمايل : اسلام عليکم ای د احد شهيدانو! تاسې مخکې شوئ او مونږ به هم ان شآء الله تاسې سره پيوسته شو ، او زه هم تاسې سره يو ځای کيږم .

د زیارت د واپسۍ نه پس جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم وژړل اوښکې يې تويې کړې .

صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د څه په خاطر مو وژړل .

جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د خپلو وړونو په فراق کې مې وژړل صحابه کرامو وویل : ايا مونږ دې وروڼه نه يو ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : تاسې زما ملګرې ياست ، مګر وروڼه مې هغه کسان دي چې زما څخه وروسته راځي هغوی زه ليدلې نه يم خو پر ما باندې آيمان راوړي .

(الله تعالی مونږ ددې کسانو څخه وګرځوي کوم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم يې په محبت کې اوښکې تويې کړې دي )

آن لاين اسلامې لارښود

2 Comments

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
    امين الله ج دی اول خپل ديدن او بيا د خپل خوږ نبی صلی الله عليه وسلم ديدن موږ ته نصيب کړی په ورځ د قيامت کې امين

  2. ما دغه موضوع په خوب کی لیدلی ده پداسی حال چی ابوبکررض،رسول الله ص او بی بی عایشه ورسره ملګری وی او زمونږ کور ته راشی او رسول الله ص دغه ایت شریف تلاوت کړی چی الیوم اکملت لکم دینکم …….ورپسی رسول الله او ابوبکر صديق لاړشی او زه په ژړا شم چی بیا راته وویل شی چی ژاړه مه دا یواځی ستا ژړا نه بلکی د ټول امت ژړا ده ،چی زه عینی حالت اوس په دغه حدیث شریف کی هم ګورم

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: