د کشف القبور په اړه معلومات راکړﺉ

آيا کشف القبور واقعيت لري او که نه د اسلامې شريعت په رڼا کې ځواب راکړﺉ له ځنو ملاصاحبانو مې اوريدلی دي چې حضرت محمد ص او حضرت علی کرم الله وجه دواړو ته د اهل قبرونو حال معلوميده آيا دا واقعيت لري .

ستاسو ورور روح الله وردګ له کابل نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قبر عذاب له امور غيبي څخه دي کوم چې په قرآن او سنتو ثابت شوی دی او مونږ پر هغه ايمان لرو .

کوم انسان چې په قبر کې په عذاب اخته وي يا کوم انسان ته قبر يوه روضه وي له روضو د جنته څخه مونږ په هغه باندې نه پوهيږو ځکه چې دا امور غيبي دي .

مګر هغه چا ته چې الله تعالی هغه ته په دې باره کې خبر ورکړی وي لکه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته چې الله تعالی د قبر د عذاب پوهه او کشف ورکړی وو .

متفق عليه مشور حديث شريف کې راځي : “أنَّ رَسُول اللَّهِ صَلّي اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: مرَّ بِقَبريْنِ فقال: «إنَّهُمَا يُعَذَّبان، وَمَا يُعَذَّبَانِ في كَبير، بَلي إنَّهُ كَبير: أمَّا أحَدُهمَا، فَكَانَ يمشِي بالنَّمِيمَةِ، وأمَّا الآخرُ فَكَانَ لا يسْتَتِرُ مِنْ بولِه، » . (متفقٌ عليه)

(رسول الله صلی الله عليه وسلم په دوو قبرونو تير شو او ويې فرمايل : هغوی دواړه ته عذاب ورکول کيږي او په څه لوی څيز عذاب نه ورکول کيږي ! هو هغه لوی دی : مګر يو د دوی څخه د يو کس خبرې بل کس ته وړلې او بل د متيازو له څاڅکو ځان نه ساتلو (متفق عليه ) .

او نور چا ته ددې علم نشته چې هغه د قبر په عذاب او راحت پوه شي .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. Sayeed wali

    دآنلاین اسلامی لارشود کارکوونکو ته اسلام اعلیکم ورحمت الله و برکاته!
    محترمو هیله ده چه د اسلام په چوکات کی د نیکتایی اچول سنکه دی پدی هکله معلومات راکری مهربانی به مو وی؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: