د سلم او مضاربت معامله

مسئله داسي ده مثلا يو كس ته ما د يولك 100000 روپو سره زر وركري دي به بيعي سلم باندي هغه دمياشتي سلور زره 4000 نفعه راكوي د كال 48000 روپي شوي د كال په اخر كي نفع اخستل خو روا دي ليكن هره مياشت كي 4000 زره روپۍ بقدر ضرورت ماته اخستل روا دي كنه ايا سود كي خو نه راځي  والسلام ځواب راكري مهر باني به مو وي

تواب سيفي  لاهور پاکستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ستاسې معامله نه بيع سلم او نه هم بيع مضاربت ده ځکه :

بيع سلم دقرض يوقسم معامله ده داسې چې تجار يا بائع مخکې له مشتري يا خريدار څخه قيمت واخلي يا مشتري مخکې قيمت ورکړ او دشی د وروسته ورکولو وعده يې وکړه نو دا ډول بيع رواه ده .

مثلاً يوکس چا ته پیسی ورکړي چه کله فصل ټول شي ماته به شل منه غنم راکوې نور تفصيل دلته ګوری .

يعنې سلم د آستنيا د پاره د قرض يو شکل دی چې اخیستونکي د يو شي د پاره مخکې پيسې ورکوي او بس کټه پکې نشته ، قيمت او د شي ټول اصاف به مخکې معلوميږي .

او مضاربت هم نه دی ځکه په مضاربت کې به د پيسو مالک او تجار د ګټې حصه معلوموي چې بيا وروسته لانجه جوړه نه شي داسې چې که کټه وشو نيمه به زما وي او نيمه ستا يا به دومره حصه زما وي او دومره به ستا وي خو داسې نشي کيدای چې ګټه مخکې له مخکې مشخصه کړي چې ماته په مياشت مثلاً ۳۰۰۰ افغانۍ ګټه راکوي ګټه به نه معلوميږي ځکه د ګټې معلومات نشته هغه خو وروسته څرګنديږي بلکې د ګټې حصه به معلوموي .

نو که په مضاربت کې ګټه مشخص شي هغه مضابت باطل دي .نور تفصيل دلته وګورﺉ

نو واضح شو چې ستاسې بيع نه سلم او نه هم مضاربت دی بلکي يو سودي لين دين دی

ګرانه ! له هغه څخه لاس واخلئ .

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. Cool! That’s a clveer way of looking at it!

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: