ديني پوښتني اوځوابونه

دينی پوښتنی او ځوابونه

د زکات او مالياتو تر مينځ څه فرق دی ؟

قرض يا پور په زکات کې مجرا کول جايز دي ؟

د رهنمای معاملات ( پراپرټي ) واله لپاره د کميشن اخيستل جايز دي ؟

د کافر څخه غلا کول جايز دي ؟

امام پسې الحمدلله ويل جايز دي او که نه ؟

زکات د پور په مالک واجب دی نه په پوروړې

د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول

د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟

د مجبوريت له وجي د کافرو سره کار کول جايز دي ؟

د هغه ساختمان ديذاين او نقشه جوړول چې په هغه کې نارواه کارونه تر سره کيږي څه حکم لري ؟

د تهجد لمونځ څو رکعته دی ؟

د نفاس په موده کې د (40 ) ورځو مخکې پاکيدل څه حکم لري ؟

د شرمګاه مچي کول ، لمس او څټل د کافر قوم او حيواناتو عمل دی

د ۵۰ افغانۍ کريدت کارت په ۵۵ افغانئ خرچول سود دی ؟

د بمبارت او جنګ له وجې د امن ځای ته کډه کول څه حکم لري؟

آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟

نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان

د وتر واجب لمونځ د ادا کولو طريقه

د جنازي په لمانځه کې د عادي لمانځه په شان سبحانک اللهم او درود ويل کيږي ؟

شرک او کفر څه فرق لري ؟ ايا د مشرک توبه قبليږي ؟

ننواتې يا د مجرم لخوا مقابل لورې ته د پسه ور وستل

د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟

د قبرونو نه د حاجت د پاره دعا غوښتل ( د غير الله نه مدد غوښتل )

د حيواناتو مضاربت

د چاه د اوبو پاکول په عصري سيستم

په مسافرانه لمانځه کې د سنتو حکم څه دی ؟

صلح

په قسط باندې خرچول او اخيستل جايز دي ؟

د عاشورا په اړه هر اړخيره مسائل

دين ، مذهب ، دولت او کلتور څه ته وايي ؟

د قربانۍ د نصاب د پاره د سپينو زرو نصاب په نظر کي نيول کيږي او که د سرو زرو ؟

د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟

د بانک د قرغه کشۍ پيسې څه حکم لري ؟

خلقيان او پرچميان څوک دي ؟

د اجرت مثل حق لرئ ولې د امانت خيال ساتل پکار دي

د اسلامې بانک حساب مشاکت څه ډول معامله ده ؟

ښځې ته د ناوړه الفاظو په ويلو نکاح ته څه تاوان رسيږي ؟

نوي نوټونه د سودي معاملې په بڼه بازار ته وړاندې کيږي

د ګاڼه يا ګروي په هکله مفصل بيان

د سود په پيسو د جومات جوړول

په کومو اجناسو کې احتکار مينځته راځي ؟

د شهيد تصوير څه حکم لري ؟

د کتاب احترام جايز دی او که نه ؟

ملا علي قاري رحمه الله څوک ؤ ؟

دا حديث موضوع دی چې : ( فكرة ساعة خير من عبادة ستين سنة ) يو ساعت فکر تر 60 کلونو عبادت غوره دی

د لمانځه قضايي څنګه ادا کيږي ؟

مهمه مسئله

که د جنازې د لمانځه د فوت ويره وي تيمم کول جايز دی؟

خسر او خواښې په اينګور باندې څه حقوق لري ؟

د نفاس په وخت کې جماع يا کورواله کول څه حکم لري ؟

د مړي د طرف نه قرباني کول جايز دي ؟

آيا دا حديث دی چې لمونځ جهاد اکبر دی ؟

که قرائت ويل هير شي او سړی رکوع ته لاړ شي

په ژبه باندې د لمانځه نيت کول څه حکم لري ؟

د فرضي روژې فديه

حضرت مهدي څوک دی او کله ظهور کوي ؟

مسيح دجال

د عيسی عليه سلام نزول او د دجال قتل

معتزله ،خوارج او مرجئه ډلې څوک دي ؟

د غلا نصاب څومره دی يعنې په څومره غلا شوي مال باندې حد جاريرې کيدای شي ؟

په شل مثقاله سرو زرو کې څومره زکات کيږي ؟

پغله نجلې د خپل پلار سره حج کولای شي

د غصې په حالت کې طلاق

د مرتد حکم

د لمانځه په باره کې د پنځلس قسمه عذابونو د بيان حديث صحيح دی ؟

د زړې ښځې د پاره حجاب کول لازم دي ؟

په کومو حالاتو کې سړی د اسلام له دائرې څخه وځي او مرتد کيږي

په ځمکه کې د کنز موندلو مالک څوک وي ؟

په محبت او مينتوب باندې واده کول څنګه دي ؟

آيا د مرتد توبه قبليږي ؟

آيا د ټولو کافرانو وژل روا دي ؟

په غائبانه توګه د جنازې لمونځ نه صحي کيږي

آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟

د جُمعې د لمانځه د رکعتونو شمير

هغه ښځې چې جامه پر تن لري مګر اصلاً لوڅې وي

بغير له خولې څخه لنګوټه تړل څه حکم لري ؟

په لمانځه کې تر اږو پورې د لستونړو پورته کول څه حکم لري ؟

يوازې نقاب کامل حجاب نه بلل کيږي

لېور نامحرم دی

په فتنه او بې شرمۍ ککړو مجلو او کتلاکونو بيع او نشرول

د توبې ايستلو ورسته حد جايري کيدای شي ؟

د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟

که د ښځې خاوند وفات او بل خاوند وکړي په آخرت کې به له کوم يو سره وي

په څه ډول قیء کولو سره روژه فاسديږي ؟

د ناپوهۍ له وجې د روژې د کفارې او قضا حکم څه دی ؟

که څلور رکعتي لمونځ وي په دوهم رکعت کې سهواً سلام وګرځوي

د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟

په سعودي عربستان کې د کفري اډو د شتون په اړه ستاسې نظر څه دی ؟

په اوسنيو شرايطو کې د جُمعې لمونځ څه حکم لري ؟

د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟

د مهر او ولور تر مينځ څه فرق دی ؟

د نګور د پاره خسر محرم دی او که نه ؟

کافر ته په سلام اچولو کې مخکې والی څه حکم لري؟

د شوال د نفلي روژو په اړه څو پوښتنې

د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟

په ځمکه کې د خښ شوی کنز حکم

ايا ښځه هم د نارينه په شان په خوب کې احتلام کوي ؟

په استمنا سره روژه فاسديږي ؟

په رمضان کې د حيض د مخنيوي لپاره د دوا کارول

په پيچکارۍ کولو سره روژه ماتيږي ؟

ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟

موسیقی اوریدل څه حکم لری؟ مفصل معلومات راکړﺉ

په اوس عصر کې د اهل کتاب ښځې سره نکاح صحي ده او که نه ؟

که سجده سهوه ونه شي لمونځ له سره ادا کيږي ؟

د ماشوم د سنت کولو شرعي حکم

خضر عليه سلام څوک ؤ او اوس هم ژوند دی ؟

د خاوند د ظلم او بد چلنۍ نه د نجات حل لاره را وښيئ

د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول

د پلار او اولاد د شرکت بيان

لولاک لولاک لماخلقت الافلاک حديث دی او که نه ؟

په لوټو او قاغذ تشناب استنجاء کول

په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟

د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري

د سرو زرو څخه د نويو زيوراتو جوړولو اجرت

سر تور سر لمونځ کول څه حکم لري ؟

د تي خوري ماشوم سره حج ته تلل جايز دي ؟

د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟

د قيامت ورځ څو کاله ده او دا ورځ په کومو کسانو لنډه وي

حج پر کومو کسانو فرض دی

د سرو زرو د زکات د پاره د استعمال شويو نرخ اوکه د نويو نرخ ټاکل کيږي ؟

د نوې زږيدلي ماشوم عقيقه ، د ويښانو خريل او نوم ايښودل

ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟

په تشهد کې د ګوتې اشاره کول سنت دي

ولی احناف په زوره آمين او رفع يدين نه کوي ؟

په دفترونو کې د غربيانو لخوا د جندر په نوم ورکشاپونه جوړيږي

د دريو کلونو زکات څنګه ادا کيږي ؟

د نيکټايي په اړه ستاسې نظر څه دی ؟

د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟

کافر ته د قرآنکريم ورکولژ

د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟

مسافرانه لمونځ

د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟

د شخصي استفادې د پاره موټر کې زکات شته ؟

د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اروي ؟

د زکات په باره کې پوښتنې

د پخوا وخت بې ارښته پيسو قرض به څنګه ادا کيږي

د ميراث د ويش نه مخکې به د مړي وصيت او قرض ادا کيږي

اجباري نکاح

د اهل تشيع په لاس باندې ذبح څه حکم لري ؟

د ډاکټر ذاکر نايک او د هغه د اسلامې هلو ځلو په هکله ستاسې نظر څه دی ؟

د مخ پټول په حجاب کې شامل دی

د میرمنې د ژوند په صورت کې د هغې د ورور د لور (ورېرې) سره نکاح صحي کيږي ؟

د سلم او مضاربت معامله

په خوب کې د مړو او ژنديو ارواح يو ځای کيږي

د کشف القبور په اړه معلومات راکړﺉ

آيا مړې د خپل اهل په احوالو پوهيږي ؟

طريقت په اسلام کې څه حکم لري او د شيخ عبدالقادر جيلاني په هکله معلومات راکړﺉ؟

د ښځې سره د سختو اختلافاتو حل

د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟

د نوروز لمانځلو په اړه لنډ بيان

د خاوند په مرګ باندې به ښځه څومره وخت عدت تيروي

په جنت کې به سړی له خپلو والدينو ،اولاد او ښځې سره يو ځای وي ؟

که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ کوي ؟

د مهر يا ولور په اړه مفصل بيان

په اوداسه کې د پښو مينځل دي او که مسحه کول ؟

ژوندي ته د عبادت د ثواب بښل رواه دي ؟

په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل

مړی ته د قرآنکريم د تلاوت ايصال ثواب جايز دی ؟

په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟

سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟

د جماع په اړه پوښتنه او تفصيلي ځواب

قضاء شوی لمونځ بغير له قضائي راوړلو کومه بله لار لري ؟

د قبر عذاب په روح وي او که په جسد ؟

په آزموینه يا امتحان کې تقلب کول څه حکم لري

چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل

په آسماني کتابونو او صحيفو ايمان لرل

په تش رکعت کې د سورت په ويلو سره سجده سهوه لازمیږي؟

د الحمدلله او سورت تر مينځ د بسم الله ويل

جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟

که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي

لمانځه د ادا کولو نه پس په سجده پريوتل څنګه دي ؟

د مور او پلار د پښو ښکلول

په مړو باندې توسل کول جايز دی ؟

په درملو يا دوا کې د الکهولو او شرابو ترکيب څه حکم لري ؟

د مړي دفن کول  د بل چا په ځمکه کې

په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟

د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟

آیا د پیغمبرانو (ص) د ژوند قصه په فلمونو کی انځورول جواز لری؟

آيا بغير د شاهدانو نکاح صحي کيږي ؟

يا محمد يا رسول الله ويل جايز دي ؟

د نا خبری په حالت کې په تنها ګراز فرض کونکي يا نفل کونکي پسې اقتداء صحي کيږي ؟

د فلم کتلو په باره کې پوښتنه

د اولاد پر خپل مور او پلار څه حقوق دي ؟

د بانک په قرغه کشی کې د حساب خلاصول څه حکم لري ؟

د بل چا د ښځې سره نکاح نه صحي کيږي

په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟

د قرآنکريم د تلاوت په وخت کې حرکت يوې او بلې خواته ښوريدل څه حکم لري؟

د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟

د حمام يا چاه فاضله پر سر لمونځ کول جايز دي ؟

د کفارو په کومک او پیسو جومات جوړول

د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول

د امام د متابعت د وجوب حديث راته وليکی ، او هم دا راته واضح کړئ چې د حنفي اقتداء په غير حنفي پسې صحي کيږي ؟

ولې حنفي مذهبه (احناف ) د جنازې په لمانځه کې سورت فاتحه نه وايي دليل يې څه دی ؟

آیا دا خبره حقيقت لري چې دنيا د محمد صلی الله علیه وسلم په روی پيدا شوی ده

توسل (واسطه جوړول ) جايز دی ؟

د تعويذ ځړول د اسلامې شريعت له مخې څه حکم لري ؟

فقهي اصطلاحات (حرام ،مکروه او مفسد ) څه ته وايي ؟

د کومو حشراتو وژل روا دي ؟

که امام دری ايته لوستی وي او مقتدي فتحه ورکړي لمونځ نه فاسيږي؟

د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟

د مقعد ويښتان څه حکم لري خريل کيږي او که نه

په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري

په اسلام کې د تصوير حکم څه دی

فرض ، واجب ،سنت او مستحب څه ته وايي او په پريښودو څه پيښيږي

سنت په څو ډوله دي او لنګوټه يا پګړۍ له کوم ډول سنتو څخه ده ؟

د خپلوانو او ګاونډيانو کره د سوغات يا تحفې وړل څه حکم لري

د آذان په وخت کې د قرآنکريم قرائت څه حکم لري

د مکې شريفې نه راوړل شويو زمزم اوبو په اړه يوه پوښتنه

د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري

په تصوير لرونکی جامه کې لمونځ صحي کيږي

تنها لمونځ کونکی په جهري لمانځه کې په زوره قرائت لوستلاي شي ؟

بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي

نکاح مخکې تړل شوی ده خو مهر نه دی ذکر شوی آيا دا

که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟

د بل په کومک حج کول جايز دی ؟

داحنافو په نزد د لمانځه د تارک حکم ؟

د مني ، مذی او ودی ترمينځ څه فرق دی؟

د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام

د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم

په بانک کې د کمپلانس افيسر په توګه دنده تر سره کول

په امريکا کې د بانک له لارې د کور اخيستل

د ويښتانو کرل

د قرآنکريم د تلاوت د ترک کولو حکم

په مجلس کې د دوو کسانو پټې خبرې شرعاً منع دي

اوښ څنګه ذبح کيږي ؟

د قرآنکريم چاپ ،نشر او خرچول جايز دي ؟

آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟

پنځمه نکاح باطله ده

دپلاستيکي يا د ښايست د پاره عملياتو حکم څه دی ؟

د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟

که په لمانځه کې قومه او جلسه په هيره سره پاتي شي سجده سهوه لازميږي ؟

ياسين شريف په جيب کې ګرځول ر

که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟

په موټر کې لمونځ جايز دی ؟ او د اداکولو طريقه يې څنګه ده ؟

ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي

څوک چه د خوب نه د پاڅيدلو توان لري هغه به لومړی تهجد کوي او که وتر ؟

په ناسته سره نفل لمونځ کول جايز ؟

په هغه جومات کې چه په پابندی سره آذان او جماعت کيږي د جمع تکرارول مکروه دي

د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟

خپلې ښځې ته د محبت او کرامت له وجې ادې (مورې) ويل څه حکم لري؟

د مؤ سيساتو او شرکتونو نه غلا کول روا دي

کار او کسب د جمعې د لمانځه د ترک د پاره عذر نشي کيدای

د ولادت نه درې مياشتې مخکې جماع (کورواله ) کول روا دي

د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟

د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پار

د رضاعت ( تي رودلو ) حرمت کل

د يوه صحابي څو پوښتنې او د محمد رسول الله صلی الله

شين پټکې په سر کول روا د

په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ

څرنګه له قرآن څخه دفاع وکړو؟

په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول

په لمانځه کې څنګه له شيطاني وسوسو ځان بچ کړم ؟

د الکولي عطرو استعمال څنګه دی ؟

د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
د تارک الصلاة سره د روابطو پرې کول
زکات د اولاد د واده مانع ګرځي ؟ او د تجارت د مال نفع هم په زکات کې شامله ده ؟
د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
وقفه او سکته څه ته وايې حکم يې څه دی او ضرورت يې څه دی ؟
دعقد نکاح نه وروسته او د واده نه مخکې د ښځې سره اړيکې او ملاقات
په غصب شوی ځمکه لمونځ روا دی
د بانک له لارې معاش کې د اضافي پيسو حکم
په حرامو پيسو حج ادا کيږي
په اوسنيو شرايطو کې د جُمعې د لمانځه اقامه صحي ده ؟
د کوچني په غوږ کې آذان او اقامت
د جماع په وخت کې د کشف عورت
آيا د غلا شوي مال را نيول جايز دي ؟
د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
په محفل او جشن کې د لاسونو ډک وهل (چکه وهل )
په افغانستان کې د روان جهاد په اړه معلومات راکړئ
په خريد او فروخت کې د بيعانې د پيسو حکم
آيا (ناقصات العقل و دين ) حديث دی ؟
کوم کوم څيزونه بدعت دی کوم چې په اسلام کې هيڅ اصل نه لري
په کور کې د جمعې لمونځ کول
قبلې طرف ته پښې غزول
د فلمونو کتل څه حکم لري
داسې ويل چې تر طالبانو امريکايان سل ځله ښه دي
په فاسق امام پسې د اقتدا د صحت مطلب څه دی ؟
د پير بيعت مقصد نه دی اصلاح مقصد ده
که څوک ووايي که فلانی کار ونه کړم ښځه دې را باندې طلاقه وي
آیا د پلار له اجازې پرته صدقه ور کولای شم ؟
د اوداسه د اذکارو او دعاګانو په اړه پوښتنه
د پسه د شرمګاه خوړل رواه دي ؟
په قرآنکريم کې د کفارو په هکله ويل شوی دي چې ……
په تور رنګ د ويښتانو رنګول روا دي ؟
په لنډ پتلون کې ورزش کول روا دی ؟
د ماشومانو د نظر د دفع لپاره د پلتو او نورو لوګئ کول
دبل اولاد په زوی نيول څه حکم لري ؟
په اوداسه کې د اندامو مينځلو په وخت کې کوم اذکار او دعا نشته

د خاوند او ښځې تر منځ د کورواله (مباشرت ) په اړه پوښتنه

خپله انزال کول څه حکم لري ؟

د ياسين نوم ايښودل په انسان جواز لري او که نه ؟

د خپلې ښځې سينه په خوله کې نيول

يو مسلمان له جومات نه منع کول

په لمانځه کې د قرائت ترتيب بدلول

وهابيان څنګه خلک دي ؟

د کورونو ، تجارتي ماڼيو او فابريکو زکات

په بانک کې د جايري حساب په توګه د پيسو جمع کول

قوالی د موسيقي له آلاتو سره حرام دي

خپلې ښځې ته بچيم او بجش ويل

دتخرګو او شرمګاه د ويښتانو خريلو زياته موده

دتکس يا مالياتو شرعي حکم څه دی ؟

دبدل نکاح رواه او که نه ؟

په نا خبرۍ سره د حيض په وخت جماع څه څاره لري ؟

په کروه کور کې اوسيدل

حکم جمله (جنس فروخته شده واپس ګرفته نمی شود)

دمکې شريفې څخه د راوړل شويو زمزم ابو په اړه يوه يوښتنه

دشرابو څښلو په ځای کې لمونځ کول روا دي ؟ او د ۱۳،۱۴او ۱۵روژې نيول څنګه دي ؟

د ږيرې په باره يوه پوښتنه

يا رسول الله ياعلی يا خواجه ويل جايز دی ؟

دفرضو نه وروسته په التزام سره په زوره زوره د لااله الا الله ويل بدعت دی

که له يوه سړی څخه ډير لمونځونه قضا شوی وي چې حساب يې معلوم نه وي قضايې به څنګه اداکوي؟

داسې ويل جايز دی چې اول يې په خدای ج سپارم بيا پر تا باندې ؟

کوم حافظ يا قاري ته د قرآن په لوستلو اجرت ورکول روا دي ؟

که له چاڅخه د شپږو کالو لمونځونه قضا شوی وی قضايې به څنګه ادا کوي ؟

دنر لپاره ګوتي (انګشتر) په ګوتو کول څه حکم لري .

که متيازو کولو په وخت کې واړه څاڅکي په بدن او جامه تويې شي

که بد خوب ووينم

ښځه د جنابت په حالت کې خپل زوی ته تۍ ورکولای شي ؟

دمضاربت په اړه يوه پوښتنه

په تشهد کې د شهادت د کوتې پورته کول

د حمل نيولو ورسته تر څه وخته پوری له ښځی سره جماع روا ده

کچيری د يو حيوان بچۍ مړ شی د شيدو د نه وچيدو لپاره مصنوعی بچي جوړول رواه دی

تر 25 کالو يې نذرانه روژه نيولې اوس د ناتوانی په صورت کې څه وکړي ؟

په رمضان کې د حيض د مخنيوي لپاره د دوا کارول

د نر لپاره د رنجو استعمال څه حکم لري ؟

دګرويې په باره کې معلومات

دعيسويانو په لاس ذبحه حلاله اوکه مرداره ؟

د روژي په اړه څو پوښتنی

آيا انسان سپوږمۍ ته ختلای شي ؟

د مسواک اندازه څومره وي

که په غسل کې کوم ځای په هيره سره پاتی شي

د مصنوعی اندامونو حکم په اوداسه کې

په پور يا قرض باندې زکات شته اوکه نه ؟

د جنابت په حالت کې خواراک او چښاک کول روا دی ؟

د ښځې د وروځو سمول رواه دی ؟

زمونږ په سيمه کې يو کس دعوا کوي چې د خلکو په احوالو پوهيږم

د ښځی له بل چا سره اړيکی

د دوو اخترونو په منځ کې واده کول روا دي ؟

د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت شته ؟

د سړو لپاره د سرو زرو استعمال رواه دی ؟

ولی د سهار سنت له فرضو (دجَمعی لمونځ ) نه ورسته نه ادا کيږي ؟

زکات په باره کې پوښتنی ۱-زکات پیشکی ور کولای شو  ؟

۲- د زکات په روپو جومات يا نور خيريه کارونه کولای شو ؟ ۳- زکات خپل غريب ورور يا خور ته ورکولای شم ؟

په حرامو پيسو کښل شوي چاه باندی اودس روا دی ؟

 

دښځې د پيو رودل حرام دي

د ښځې د وروځو رسمول

د جنابت په حالت کې خواراک او چښاک کول

 

109 Comments

  1. If a person or a bank doing Sod, Can I work with them as a labour or any accoutancy
    ?
    Can we work in a privat construction comapany, who implements the construction projects like roads etc. which are funded by USAID, IRD etc
    .?

  2. دآنلاین اسلامی لارښوداو د محترم دینی پوښتنی او ځوابونو ټول کارکونکو ته نیکی هیلی او احترامات وړاندی کوم !
    زما پوښتنه داده که چیری ماینه او میړه د یوبل سره د کوروالی په وخت کی د عشق او شهوت په صورت کی د یوبل شرمګاه په لاس کی و نیسی او یا یی وڅټی څه حکم لری .

    مننه
    اسرار بصیر

    اداره
    مهرباني وکړي خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2238

  3. dawat

    Can we work in a privat construction comapany, who implements the construction projects like roads etc. which are funded by USAID, IRD etc
    .?
    ځواب : USAID & IRD د امريکايانو موسسات دي امريکايان حربي کفار دي يعنې د اسلام په خاوره يې تيری کړی دی او مسلمانان قتلوي د حربي کفارو سره معاملات جواز نه لري په خاص ډول هغه معاملات چې د اسلام او مسلمانانو په ضرر وي .
    قوله تعالی : إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (الممتحنه ۹ ) .
    ځنې علماء عام المنفعه کارونه کې د کار کولو د جواز اړخ لري مګر ځنې نور بيا وايي چې په دې باندې هم د کفر سلطه قوي کيږي په افغانستان کې د کافرانو سره د مزدوری په اړه مطلب به وروسته خپور شي .

  4. dawat

    زما پوښتنه داده که چیری ماینه او میړه د یوبل سره د کوروالی په وخت کی د عشق او شهوت په صورت کی د یوبل شرمګاه په لاس کی و نیسی او یا یی وڅټی څه حکم لری .

    ځواب :
    لاس وروړل باک نه لري خو په خوله سره مچي کول او څټل مکروه دي
    دجماع نه مخکې مچي کول،لمس کول او داسې نور مستحب دي ځکه چې ښځه هم د جماع لپاره اماده شي او دهغه حق ضايع نه شي .
    دټول بدن مچي کول رواه دي ولی د شرمګاه مچي کول مکروه دي ځکه دا دطبيعت خلاف کار دی (شيخ ابن جبرين رح ) .

    اوهمدارنګه : شرمګاه د انسان د فاضله موادو د اطراح لاره ده له دې وجې د داسې لارې سره د خولې لمس د مکروبونو د نقل او امراضو سبب هم کيږي
    چې ځان او بل ته ضرر رسول حرام :
    ولقوله صلى الله عليه وسلم لا ضرر و لاضرار رواه فې موطأ مالک و ابن ماجه .

    نو ويلای شو چې ټول بدن ښکلول هيڅ باک نلري بغير له فرج يا شرمګاه څخه

    فأما مسُّ العورة بالفم، أو تقبيلها، أو امتصاص أحد الزوجين فرج الآخر، فإن هذا من المُنكرات في الطباع، ومما تنفر منه النفس، ولهذا لم يرد ذكره في أغلب المُؤلفات التي تتكلم عن العشرة بين الزوجين، فنرى: أن هذا الامتصاص، أو تقبيل الفرج من المُنكر، والمكروه، لكنا لا نتجرأ على الجزم بحرمته،

    يجوز ذلك مع الكراهة، فإن الأصل أن كلا من الزوجين يستمتع من الآخر بجميع البدن إلا ما ورد النهي عنه، فيجوز مس كل منهما فرج الآخر بيده والنظر إليه ولكن النفس تكره ذلك؛ لأنه خلاف المألوف الذي يعبر عنه بالاستمتاع.

    فتاوی شيخ بن جبرين رح

  5. زه یوه پوښتنه لرم که څوک په افغانستان کی یو سیستم جوړ کړی چی د د انترنیت له لارې د افغانستان موبایلونو ته زنګ ووهی او د داخلی کمپنی نه کریدیت په خپلو پیسو واخلی او همدارنګه انترنیت هم له داخلی کمپنی نه واخلی او دغه کار له دولت نه پټ وکړی ځکه دولت دغه کار اجازه نه ورکوی نو لدی لاری چی کومی پیسی ترلاسه کیږی حلالی او که حرامی ؟ باید ووایم چی په دغه لاره کی حرام یا د غلی خبره نشته یواځې ددولت نه پټ ترسره کېږی او دولت ته ټکس نه ورکول کیږی

  6. محترم مفتی صاحب ته اسلام علیکم و رحمت الله!
    خدای پاک ج دی تاسو ته ستاسو ددی نیکو اسلامی خدمتونواجرونه په دنیا او آخرت کی درکړی.
    اما بعد،
    زما پوښتنه داده چی، نن سبا د زکام او ټوخی په اکسریت دواوو کی یوه معین اندازه الکهول ګډ وی او الکهول په نشیی توکیو کی (لکه شراب) هم کاریږی، نو د اسلام د مقدس دین له مخی د داسی دواوو استعمال څنګه حکم لری. او بل دا چی د عملیات یا اپریشن په وخت کی د نشی د پیچکاری یا (انجکشن) د استعمال په هکله څه حکم سته.
    دریم پوښتنه دا چی، هغه شراب چی په قرآن عظیم شان کی منعه بلل سوی دی هغه په کوم اساس منعه بلل سوی دی؟ آیا د ضرر په وجه او که د ترکیب په اساس. مطلب ډیر بی خبره خلک داسی ادعا لری چی کوم شراب چی په قرآن عظیم شان کی منعه بلل سوی دی هغه صرف هغه د انګورو اوبو ته اشاره ده نه و اکهولو ته.
    ډیره مننه.

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2074

  7. د آن لاين اسلامې لارښود چلونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله!
    محترمینو!
    ستاسو د یوی پوښتنی د ځواب د ویلو سره سم ماته دا سوال را پیدا سو چی آیا څوک کولای سی چی د خپلو والدینو داحترام لپاره د هغوی پښی مچ کړی.
    بله پوښتنه داده چی بغیر د لمانځه نه خدای پاک ج ته پر سجده پریوتل او دعا غوښتل څه حکم لری؟
    هیله د چی د دی دوو پوښتنو جواب راته راولیږی. مننه

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2085

  8. د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!
    نن سبا چی کوم ودونه د لوی کندهار،لوی پکتیا، چمن ښار او بیا تر کوټی ښار پوری په دی علاقو کی کیږی دوی ټول د ولور په نوم یو لوی مقدار پیسی د هلک د کورنی څخه غواړی،
    لومړی: خپله د ډیر ولور اخیستل دشریعت له نظره څنګه دی؟
    دوهم: د انجلی کورنی د ولور په دغه پیسو د انجلی لپاره زیورات او نور د کور د ضرورت شیان لکه (فرشونه، دوشکی، لوښی، الماری او داسی نور) اخلی. پوښتنه داده چی دا شیان د ښځی کیږی او که د میړه؟ که د ښځی وی نو بیا پر ښځی زکات او حج نه فرض کیږی؟ او که د نارینه وی نو د ښځی هغه د مهرموضوع څنکه کیږی؟
    دریم: دښځو پر څومره اندازه سرو زرو باندی زکات فرض کیږی؟

    مهرباني وکړﺉ د پوښتنې ځواب مو دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2276

  9. طریقه بدعت دي او که جایز او دشیخ عبدالقادر جیلانی په هکله معلومات راکړي

    اداره
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2311

  10. د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!
    محترمو! زه د یوی پوښتنی سره مخ سوم او زه غواړم چی تاسو یی راته شرعی جواب راکړی. پاک الله ج دی تاسو ته اجرونه درکړی او خدای ج دی وکړی چی زه وکړای سم چی دغه پوښتنه تاسو ته سیی تشریح کړم.
    پوښتنه په دی ډول ده چی، خالد یوه نکاح لری او میرمن یی هم ژوندی ده. خو اوس غواړی چی دوهمه نکاح وکړی، او د دوهمی نکاح لپاره دی غواړی چی د خپل اخښی (د میرمنی ورور) حامد و لور ته مرکه وکړی، البته حامد هم د خالد د میرمنی سکنی ورور ندی، بلکی میریزی ورور یی دی. اوس نوکه تاسو مهربانی وکړی او موږ ته د اسلامی شریعت په رڼا کی د دی پوښتنی جواب ښه راته تشریح کړی او راته ووایاست چی دغه نکاح روا ده او که نه؟

    اداره :
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2346

  11. د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته یو ځل بیا اسلام علیکم!
    محترمینو!
    ستا سو ښه او مسند معلومات انشاالله د ټولو هغو وروڼو په ژوند کی د ښیګڼو سبب ګرزی کم چی ستاسو دا په زړه پوری پاڼه ګوری. خدای ج دی تاسو ته اجرونه درکړی.

    زه غواړم چی تاسی موږ ته د پیس ټی وی او خپله شخص داکټر ذاکر عبدالکریم نایک صاحب او دد د اسلامی هڅو په هکله خپل نظر راته و وایاست. مننه

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    مهرباني وکړﺉ ځواب مو دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2358

  12. دآنلاین اسلامي لارښود ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!!
    محترمو وروڼو: د مور پلار دوستانو او یا ملګرو د قبرونو زیارت او د هدیري ته د تګ سنت طریقه څنګه ده او د قبر ټکول او بیا مړي ته خبری کول یا په اخترونو کي د قبر د ټکولو وروسته مړی ته داختر مبارکی ورکول او داسی نور د اسلام له نظره جواز لری او که نه؟
    هیله مند یم چي ددی دواړو پوښتنو جواب راته راولیږئ

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب مو دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2465

  13. سلیمان خان

    اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
    آیا ددی قرض ادا کول پرما لازم دی
    زما نیکه څو کاله مخکی وفات شوی او دهغه نه څه مال او جایداد هم په میراٽ راته پاتی دی څو ورځی مخکی یو چا راته زنگ ووهلو چه( زما ستا په نیکه باندی می قرض وو نو دا قرض خلاص کره تر څو دی نیکه ددی قرض له امله په عذاب نه وی)
    زه هم په ډیره دلچسپی سره دهغه سړی کور ته لاړم ددی سره په خبرو کی دی نتیجی ته ورسیدم چه زما نیکه ته دی سړی دهغه وخت څو لکه روپی ورکری وی چه اوس دهغه معادل څو سوه کیژی نو دی سری راته وویل که چیری ددنیکه دین ادا کوی نو اوس خو هغه پیسی ډیری بی ارزشته دی دهغه وخت ددالر دنرخ پوشتنه به وکرو په هر څو چی وو نو دهغه معادل پیسی به ماته راکړی خو بالاخره ما دا خبره ورسره ونه منله پدی خاطر چه پدی سره شاید زه دسود په ورکولو سره گنهکار شم خو دی سری یو معین مقدار پیسی تعین کری چه هغه مقدار دورکرل شوو پیسو سره هیڅ تناسب نلری او په اوس وخت کی یی ارزشت هم زیات دی نو ما داخبره ورسره منلی چه دا تعین شوی مقدار پیسی زه درکوم او زما پوشتنه داده چه ددی پیسو په ورکولو زه مکلف یم پداسی حال کی چه نیکه می پدی اره ماته هیڅ هم ندی ویلی او مخکی ترینه خبر هم نه وم او بل دا چی که چیری په ورکولو یی مکلف وم څکه چه اوس می دهغه پیسو دورکولو وعده ورسره کړی نو آیا پدی سره خو به زه گنهکاریژم نه پدی سره ویریژم چه ددی په ځای چه زه ثواب لاس ته راوړ م دگناه پیټی می نور هم دروند نه کرم
    ستا سو دجواب په انتظار یم
    منن
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2397

  14. دحضرت محمد(ص) ستره تحفه اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو
    زما پوښتنه داده
    دسلام اصطیلاحی او لغوی منعنا څه ده
    —————————–

  15. داکتر امین

    سلام ورحمت الله وبرکاته
    که چیر موتر د شخصی استفادی لباره ( ضرورت د کار بار لباره نه لری او نه ورباندی خبل اولاد ته نفقه بیدا کوی ) صرف د چکر او سهولت لباره یی استفاده کوی او کال بری تیر شوی وی به دی موتر باندی زکات کیږی که نه که لطف وکړی تر یو ساعت بوری دا معلومات راکړی دیره مهربانی به مو وی

    مهرباني وکړﺉ ځواب مو دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2474

  16. قریشی

    داسلامی ان لاین معززو استادانو ته سلامونه اونیکی هیلی
    زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی که دافغانانو یو دفتر ته غیراسلامی هیوادونه پیسی ورکوی ددی لپاره چه په عام المنفعه ځایونو کی یی مصرف کړی یعنی ددی مصرف واک افغانان لری کا ددی پیسو چخه دمسجد لپاره مصرف شی دا مصرف روا دی اوکه نه
    اوبل داچی که ځوک په دغه دفتر چه مسلمانانو افغانانو دی کارکوی اومعاش اخلی ددغه معاش په پیسو حج کیږی اوکه نه که ددین په رڼا کی یی راته واضح کړی که زرجواب راته ولیکی ډیره مهربانی به مووی په درنښت

    ځواب :

    د کفارو په کومک او پيسو د جومات جوړولو تفصيل دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/1835
    او د غير مسلم سره د کار او مزدوری کولو يو شرط دا دی چې نومړی کار به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي
    مکمل تفصيل به وروسته نشر شي .

  17. قریشی

    محترمو استادانو سلامونه او نیکی هیلی که ددی پوښتنی جواب زر راته ولیکی مهربانی به مووی
    پوښتنه دهغومسلمانانو افغانانو سره کار کول چه دغیر مسلم هیوادونو چخه ورته پیسی ورکول کیږی چه په عامالمنفعه څایونو کی یی مصرف کړی ددغه افغانانو سره په معاش کارکول او دهمدغه معاش په پیسو حج کول روا دی اوکه نه که داسلا می شریعت په رڼا کی یی جواب راته ولیکی ډیره مهربانی به مووی پهدرنښت
    ……………………………
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2500

  18. ګرانو او معززو استادانو اوددین لارښوونکو
    اسلام علیکم ورحمت الله برکاته
    لوی څښتن تعالی دی په دین او دنیا کامیاب او سر لوړی لری . زما یوه پوښتنه ده که مهربانی وکړی او ځواب یی راکړی. هغه دا که یوه کافر چه ایمان یی نه راوړی قران عظیم الشان غواړی. ایا دا جایز ده چه مسلمان قران عظیم الشان کافر ته ورکړی. بل پوښتنه می داده ځنی مسلمانان افتخاری پګړی دکافران په سر ږدی ایا دا جواز لری. که په دی هکله مفصل معلومات راکړی ډیره مهربانی به مو وی او آلله ج دی اجر عظیم در کړی.
    وسلام
    عبدالقدیر

    ………………………………..
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2515

  19. د ان لاین اسلامی لارښود کارکوونکو ته خپل سلامونه ډالی کوم اوهیله مند یم دالاندی دوه سوالونه راته جواب کړی
    لمړی: کچیری یو کس د تیرو دوه یا ۳ کلو راهیسی د سرمایی مالک پاتی شوی وی او ددغی سرمایی زکات یی نوی ادا کړی او دا هم نوی ورته معلومه چه په کومه حصه باندی پوره کال تیر شوی او په کومه حصه باندی پوره کال ندی تیر شوی یعنی پدی معنی چه مخکی د کال له پوره کیدو مصرف شوی وی نو نومړی کس ته څه کول پکاردی چی غاړه یی د الله (ج) په وړاندی خلاصه شی.
    دوهم: ایا په هغه موټر باندی هم زکات شته کوم چی د خپل کور د شخصی استفادی لپاره کارول کیژی. او بل داچی کچیر یو نفر داسی ځمکه ولری چی د دوهم کور جوړولو لپاره یی اخیستی وی خو کور پکی نوی جوړشوی او په هغه باندی کال تیرشی نو پدی باندی هم زکات شته او که نه؟

    ډیره زیاته مننه
    محمد اسماعیل صمیم له کابل نه
    ………………………………ږ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2550

  20. اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
    ډیر خوشاله شوم چی زما مخکنی پوښتونو ته مو ځوابونه راکړل او ډیر د خوشالی ځای دی چی لوستونکو به ور څخه ډیره ګټه اخستی وی نو یوه پوښتنه بله لرم که مهربانی وکړی د ګرانو لوستونکو سره یی ځواب شریک کړی
    د پګړی او یا خولی په سر کول څنګه دی ایا دا سنت دی او که د پښتنو دود دی؟
    او هم په عادی وختونو کی سرتور ګرځیدل او صرف د لمونځ په وخت کی د خولی په سرکول څنګه دی؟
    سرتور لمونځ کول څنګه دی مکروه دی او که څنګه؟
    خو ځنی مولوی صاحبان وای چی څرنګه په عادی حالاتو کی ګرځی نو همداسی لمونځ هم کوه که سرتور ګرځی سرتور لمونځ کوه او که پټ سر ګرځی نو پټ سر لمونځ کوه که مهربانی وکړی د ګرانو لوستونکو سره یی ځواب شریک کړی.
    په درناوی
    …………………………………….
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2625

  21. ستاسو ددی ویب سایت چلوونکو ته سلامونه وایم
    زما پوښتنه داده
    چی د قیامت یوه ورځ ددنیا د څومره کلونو سره برابره ده او که چیری کوم حدیث یا کوم ایات وی مهربانی وکړی هغه هم ورسره ولیکی .
    مننه
    عبدالکریم
    کابل
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2603

  22. محب الله عابد

    دآن لاین اسلامی لارښوود ټولومحترموته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ورسته زه یوه پوښتنه لرم هغه داچه که چیری څوک دقرآن کریم تلاوت دکمپیوټر په سکرین کوی ددی ثواب ډیر دی اوکه یی دقرآن له مخی وکړی ډیرثواب لری ډیره مننه سیدمحب الله عابد
    …………………………………………….
    ځواب
    الحمدلله رب العلمين
    د قرآنکريم تلاوت ته په ادب سره کيناستل او مخامخ قبلې ته کيناست مستحب دي نو ويلای شو چې د قرآنکريم له مخکې تلاوت به افضل وي

  23. قریشی

    دان لاین اسلا می لا ر ښود محترمو استادانو ته السلا م علیکم ورحمت الله وبرکا ته زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی په فعلی شرایطو او زما نه کی د وینځی حکم څنګه دی یعنی او س د کفا رو ښځی د وینځو حکم لری او که نه دشریعت په رڼا کی یی جوا ب را ته ولیکی
    په در نښت
    قریشی
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2635

  24. دان لاین اسلا می لا ر ښود محترمو استادانو ته السلا م علیکم ورحمت الله وبرکاته
    د مسلمانو نکاح د اهل کتابو(یهود او نصاراو) او غیر اهل کتابو نارینه او میرمنو سره او د اهل کتابو نکاح د مسلمانو سره روا ده او که ناروا
    د قران او حدیثو په رڼا کی ځواب راته ولیکی
    په درناوی
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2667

  25. دآن لاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله ورکاته
    که کوم څوک خپل پټی یاځمکه چاته ګروکړی وی اوبل کس ته همداګروځمکه داسی ورکړی چه دنوموړی ګرو ځمکی اجاره خط بل کس ورکړی البته ځمکه تراوسه ګروده اواجاره بیرته بیاته ورکړی صرف اجاره خلط بل کس ورکړی وی اوداسی کیږی چه یو پټی دوه ځایه ګرو دی داڅنګه کیږی پدی اړه که مونږ ته پوره معلومات راکړی ډیره مهربانی به مووی
    عابد

  26. شاهد احمد

    سلامونه اونیکی هیلی ټولو ورونو ته الله دی وکړی چی روغ او جوړ اوسی زما پوښتنه داده چی دیو ماشوم سنت کولو لپاره شرعی دلیل او حدیث په رڼا کښی تشریح کړی نو ستاسو به ډیره مننه وی
    —————————————
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2678

  27. دآن لاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله ورکاته!
    د قدر وړ مولوی صاحب زما څلور پوښتنی دی هیله ده ځواب یی راکړی تر څو ټول لوستونکی ور څخه ګټه واخلی.
    لومړی پوښتنه: ایالاندینی حدیثونه شتون لری او که نه که لری په کومو حدیثو کتابونو او د چا لخوا روایت شوی؟
    1-(لولاک لولاک لماخلقت الافلاک)
    2- لولاک لولاک ……………..
    3-انعمان سراجی امتی
    پداسی حال کی چی امام ابو جنیفه رض تبع تابع دی
    4-اصحابی کنجومی بایهم اقتدایتم اهتدایتم

    دوهمه پوښتنه: د روژی په میاشت کی د ورځی لخوا د غاښونو برس کول، مسواک وهل ، د ویښتانو غوړول، په غوږ او سترګو کی د چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
    دریمه پوښتنه : د روژی په میاشت کی د شپی له طرفه یعنی د روژه ماتی څخه وروسته تر پیشمنی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
    څلورمه پوښتنه :الف: که د یو چاڅخه څوک په ریشتیا ویلو خفه کیدلو او دی دوهم کس لومړی کس ته درواغ وویل او دا درواغ دی دواړو ته هيڅ تاوان نه شی رسولی پدی صورت کی د درواغو ویل څنګه دی؟
    ب :زه په یو دفتر کی کار کوم چی کله ساحو ته ځو زمونږ موټر ته خلک لاس راکوی چی ودریږه زه هم ځم خو مونږ خلکو ته درواغ وایو چی بل لوری ته ځو خو مونژ په همغه لوری ځو چیرته چی نوموړی کس تلو خو مونږ ته د دفتر لخوا اجازه نشته چی د ځان سره موټر ته څوک پورته کړو او د بل طرفه د امنتی مشکلاتو له امله هم نشو کولای چی څوک موټر ته پورته کړو نو پدی صورت کی مونږ ته د درواغو ویل جایز دی او که نه؟
    په درناوی
    ستاسی ورور حلیم الله حلیمزی

  28. دآن لاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله ورکاته!
    د قدر وړ مولوی صاحب زما دی پوښتنی ته هیله ده ځواب یی راکړی تر څو ټول لوستونکی ور څخه ګټه واخلی.
    د روژی په میاشت کی د ورځی لخوا د غاښونو برس کول، مسواک وهل ، د ویښتانو غوړول، په غوږ او سترګو کی د چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
    د روژی په میاشت کی د شپی له طرفه یعنی د روژه ماتی څخه وروسته تر پیشمنی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
    په درناوی

  29. د ان لاین د اسلامی لارښود ټولو محترم کارکونکو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
    محترمآ: زما سوال د ورونو په منځ کی د جایداد د تقسیم په اړه دی: صورت د مسلی به داسی درته بیان کړم خدای ج دی وکړی چه سم وضاحت درته در کړای شم.
    پلار فوت شویدی او د پلار نه پاتی میراث تقسیم شوی ندی. د پلار د فوت نه بعد ورونه سره څو کاله په یو کور کی اوسیدلی او خوراک او څښاک یی هم شریک دی – د ورونو ددی شریک ژوند په موده کی هر یو کار کوی او معاش اخلی او هر یو ځانته د کور لوازم او نور سامان الات اخلی – څوکال وروسته ورونه جدا کیزی او خپل خوراک او څښاک هم جدا جدا سره کوی – اوس د مال د تقسیم په صورت کی خو به د پلار څخه راپاتی جایداد د میراث د اصولو سره سم وویشی خو هغه مال چه ورونو د شریک اوسیدو به وخت کی هر چا ځانته بیل بیل اخستی نو دغه مال به څنګه کوی ایا دا به هم تقسیموی او که نه هر چا چه کوم سه اخستی دی هغه د همغی نفر دی؟
    د ځواب په طمع والسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
    —————————————————————-
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2853

  30. د ښځی یا نارینه د تناسلی اله په خوله کی نیول څه حکم لری
    مهربانی وکړی جواب یی را کړی
    ـ——————————————————-
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2238

  31. که څو غاښ ډک کړی او د غاښ د ډکولو یا دغاښ ایښودلو په حالت کی اودس ونلری او یا په جنابت کی وی هغه به ځنګه کوی
    —————————–
    ځواب http://dawat.katib.org/archives/2860

  32. سلامونه اونیکی هیلی
    یو پوښتنه لری هغه داچی کله یو مملکت د استعمار په حالت کی وی هلته د جمعی لمونڅ کول او نه کولو په اړه معلومات راته راکړی مهربانی به مو وی

  33. بسم الله الرحمن الرحیم

    بیا هم د سلام په وړاندې کولو تاسې ټول لمانځم .
    څو پوښتنې لرم چې مویږ دلته ورسره مخ یو !

    1- دلته په احمدآباد کې د روژې ماتولو لپاره پینځه دقیقې مخکې له آذانه یوه ناره کېږی (روژه لرونکو روژه ماتی راورسېده روژه ماته کړۍ) او وروسته له پینځو دقیقو نه آذان کېږی آیا په اسلام کې دغه شان کار روا دی او کنه ؟

    2- او همدارنګه د آذان او افامت په مهال چې کله مو‌‌‌ذن د (اشهد ان محمد الرسول الله) ووایی نو ټول مقتدیان او ملا امام د لاسونو دوه ګوتې په سترګو لګوی او بیا یې ښکلوی دغه عمل تر دریو ځلو دوام پیدا کوی . آیا دغه عمل څنګه ارزیابی کوی.

    3- او د اقامت لوستلو په مهال ټول مقتدیان د (حی علی الصلوه ) تر لوستلو پورې د ناستې په حالت کې وی او وروسته له دې نه پاڅېږی او په لمانځه ودرېږی آیا دغه شان عمل د اسلام له پلوه څه حکم لری؟

    ————————————————-
    مهرباني وکړﺉ ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2875

  34. السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
    زما پوښتنه د استنجا په اړه ده مطلب دا چې په کومو څیزونو د استنجا کول جایز دی او آیا بعد له رفع حاجت نه د اوبو نه د استنجا لپاره کار اخیستلی شو او کنه؟
    ———————————————————

    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2858

  35. اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته، ډير دخوښی ځای دی چه تاسو غوندی عالمان زموږ په منځ کی شتون لری الله پاک ته مو هميشه همدا دعا وی چه الله دی هميشه دښه صحت خاوند اوتندرست ولره

    ګرانه مولوی صاحب:
    يوه ډيره عاجله پوښتنه لرم چه تر ډيره ځايه پوری شخصی بڼه هم لری نور نوخوښه ستاسو ده چه جواب يي زما وايميل ادرس ته را استوی اوکه يي په خپله پاڼه کی نشروی خو چه هرڅومره يی جواب ژر راکول شی ډيره مهربانی به مو وی

    زما پوښتنه په لاندی ډول سره ده، البته پوښتنه په تعويذ کولو پوری اړوند ده:

    مولوی صاحب:
    زموږ په ولسوالی کی يوه نجلی ده چه زما ډيره خوښيدله اوخوښيږی می، البته صرف دحلالی نکاح لپاره
    نور هيڅ کوم چم او مطلب می په زړه کی نه درلودلی، غوښتل می چه دانجلی زما سره واده وکړی
    مګر ترڅه مودی وروسته خبر شوم چه دانجلی ددی درضا پرته يوچا ته ورکول شوی ده کوم چه په دی کی ددی رضايت هم نه دی پوښتل شوی، دنجلی شيرينی خو يي هغه ته ورکړی ده مګر تراوسه پوری می نه دا دياده وځي اونه هم زياتره وخت دشپی خوب راځی
    يو ملګری می راته وويل چه په دی هلک باندی کوم چه دانجلی يي ورکړی ده، داسی يو تعويذ وکړه چه نور ده ته هيڅ کوم ضرر و نه رسيږی صرف ددی نجلی سره دواده کولو څخه تير شی، نو ايا داکار کول ماته روا دی چه زه يي وکړم؟

    او که يي وکړم ترڅنګ يي کوم مسوليتونه شته چه ماته دريږی؟

    ستاسو څخه دی پټه نه وی چه دنجلی هم زما سره خوښه ده مګر صرف دادی چه دا دخپل والدين مخته څه نشی ويلی اودهغو په خوښه ورکول شوی ده

    ستاسو دعاجل جواب په اميد

    نواب سعادت
    جلال اباد

  36. اسلام علیکم : په اوسنیوشرایطو کی دجمعه لمونځ څنکه دی له دی خاطره چی دی جمعه لمونځ یو سیاسی لمونځ دی او فرض هم دی که دارته ووایی چی په او سنیو شرایطوکی کیږی او کنه او که کیږی نو بباخو داڅلور رکعته فرض لمونځ نشته او هم دی جمعی او فرض هم کوی که داسی مفصل ډول راته معلومات راکړی نو ډیره مهربانی به مووی . په مننی سره

    ………………………………..
    ځواب
    وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة

    د جمعي لمونځ فرض دی او په اوسنی ځالآتو کې يې کول جايز دي نور تفصيل دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/351
    لکه چې د جمعی د لمانځه قيام وشي نو بيا همغه د جمعی دوه رکعته فرض او نور سنت ادا کيږي د ماسپخين څلور رکعته فرض ساقطيږي .
    آن لاين اسلامې لارښود

  37. اسلام علیکم :دابعضی علمآ داسی وایی چی تاسی داڅلور رکعته هم وکړی داحتیاط لپاره په لمانځه کی خو ماپه دغه حکمت کی ولیده
    داواضح خبره ده چی لمونځ فرض دی بیله کومه شکنه هیڅ شک پکی نشته دادی څه لپاره که راته معلومات راکړی ډیر ه مننه به مووی.

  38. اسلام علیکم : په بدل باندی واده کول څنکه دی خدای دی وکړی چی ددی په باره کی پوره معلومات راکړی په مننه سره.

  39. اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
    د انلاین اسلامي لارښود او د نړي ټولو مسلمانانو ته د روژی مبارکي وایم
    په نفلي لمونځونو کی هم د فرضي لمونځونو په شان د وخت یادول ضرور دی او که نه د مثال په ډول(د لمرختلو وروسته، په ماسپښین کې، د مازدیګر د لمونځ مخکی، د ماښام د لمونځ وروسته، په ماسخوتن کې، د تهجدو وخت کې) لکه(نیت مې وکړو دوه رکعته لمونځ کوم پدي حاضر وخت د څاښت، یا د ماسپښین، ماښام او نور………..
    او هم په نیت کی د نفلی لمونځ ذکر کوو او که یواځي لمونځ ذکر کوو.
    که ددي پوښتنی ځواب ډیر ژر د لوستونکو سره شریک کړی ډیره مهربانې به مو وي ځکه د روژې مبارکه میاشت ده پدی میاشت کې نفلي لمونځ د نورو میاشتو د فرضي لمونځ په اندازه ثواب لری.
    ستاسو د ځواب په انتْظار
    په درناوی
    ………………………………………………………………….

    اداره موقع :
    د نيت الفاظ ويل اصلاً په سنتو کې ثابت نه دي په زړه کې د لمانځه د وخت ، رکعتونو وغيره اراده به کوي .
    نيت اصلاً د زړه ارادې ته وايي .
    نو د تاسې د پوښتنې په ارتباط په زړه کې به د نفلي لمانځه نوم مثلاً څاښت ، تهجد وغيره او د نوموړي لمانځه وخت او د رکعتونو د شمير اراده کوي .
    ځنو حنفي علماؤ ليکلې دي چې د نيت الفاظ په ژبه ويل غوره دي ځکه د لمانځه حضور ته ګټه رسوي (اسلامې فقه – مولانا مجيب الله ندوي ) .
    مګر په دې اړه مو کوم شرعي دليل پيدا نه کړ .
    و الله اعلم
    آن لاين اسلامې لارښود

  40. سلامونه:په روژه کی د موټک (جلق) وهل څه حکم لری،یعنی که سړی روژه وی او په زوره د لاس پواسطه ځان انزال کړی،دا روژه یی څنګه شوه؟مکروه،قضا او که کفاره ده!؟

    ــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړي د پلار او اولاد تر مينځ د شرکت احکام دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2944

  41. اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته ګرانه مولوی صاحبه زه دا پوښتنه لری چی ایا ښځه هم د نارینه په شان د منی ، ودی ، وزی اوبه لری؟ او که لریی څنګه یی تفکیک کولی شو
    او څه وخت پر ښځه غسل اوړی ،
    هیله ده مفصل جواب راکړی
    ………………………………………………
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2941

  42. تایمم طریقه څه ډول ده

    اداره :
    د تيمم طريقه دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/60

  43. له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي، اسلام علکيکم ورحمته الله برکاتهُ

    د ښځو عمومآ دا خواهش وي چي هغه خپل واده که خپل خاوند ځان خه سنګار کړي نو هغوي اوږده نکونه (ناخون) پريښودل خوښوي نو آيا ښځي ته اوږده نکونه (ناخون) پريښودل روا دي او کنه۔
    او که رواه دي نو څومره نکونه لوه ولي شي۔

    ستا چټک ځواب به د ستايني وړ وي۔
    وسلام
    احمد عابد
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    اداره :
    خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2961

  44. دآن لاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو او ټولو لوستونکو ته السلام علیکم ورحمت الله ورکاته!
    زما پوښتنه ده په لور یا خور د پیسو اخستل هیله ده چې تفصیلي ځواب یې راکړې.
    مثلاْ: احمد د سلیم لور خپل ځوي ته وغوښته، سلیم خپله لور د احمد ځوي ته ورکړه خو سلیم یولک(100،000)نغدي افغانۍ او د کوژدي او د واده د ورځ لپاره البته د میلمنو د خوړو لپاره ( وریجې،اوړه، لرګې او نور ………….. ان تر تیلو مالګې پوری ) د احمد څخه واخستل نو پدي صورت کې:
    1: سلیم لږه اندازه افغانۍ او لږ خوراکې مواد مصرف کړل نور سلیم ته پاتې شول ایا د سلیم غاړه خلاصه ده که بنده؟
    2: سلیم دا خوراکې مواد ټول په واده ته راغلو میلمنو مصرف کړل او په نغدو افغانیو یی د لور لپاره د کور سامان او ګاڼه واخستله سلیم ته هیڅ پاتې نشول نو ایا سلیم خپل حق ادا کړو او که غاړه یی بنده ده؟
    3: سلیم د ټولو اخستل شوو خوراکې موادو او نغدو افغانیو برسیره خپل شخصې خوراکې مواد او خپلي نغدی افغاني هم مصرف کړي مثلاً سلیم 100،000 افغانۍ اخستي خو دي 130،000 افغانۍ مصرف کړي نو ایا د سلیم غاړه خلاصه ده او که بنده ده؟
    که مهربانې مو وی د پورتنیو پوښتنو برسیره د ولور په هکله بشپړ معلومات د لوستونکو سره شریک کړي.
    په درنښت
    ستاسو د چټک ځواب په هیله ځکه د روژي د میاشتي په تیریدلو سره د ودونو سیزن شروع کیږې. او د اخرت په ورځ خپل رب ته مخ تورن نه شو.
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    اداره
    مهرباني وکړﺉ په دې اړه مفصل بيان دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2276

  45. د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!
    په پورتنې پوښتنه کې زما مطلب مهر نه، بلکې ولور دي د مهر او ولور په منځ کې دا فرق دې چې مهر صرف د میړه د طرفه ښځې ته ورکول کیږې.چې دا مهر وټاکل شو نو میړه مجبور دي چې ددي ایت مطابق (وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة) خپله غاړه خلاصه کړې.
    بل (ولور) دي چې په پورتنې پوښتنه کې ښه په څرګند ډول واضیخ شوې ولور هغه مال یا دولت ته وایی چې د انجلۍ د پلار له طرفه د هلک د کورنۍ څخه اخستل کیږې، پدي کې د انجلۍ د پلار خوښه ده لکه په پورتنې پوښتنه کې چې زکر شوي په لور یی لګوﺉ یا نه؟
    که مهربانې وکړي په دي باره کې معلومات د لوستونکو سره شریک ګړی.
    په درنښت تاسو د وخت د ضايع کیولو څخه

  46. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
    زما پوښتنه د موسیقی يه اړه ده،چی آيا موسیقی اوریدل څه حکم لری.
    ما چی کوم بیانونه د عالمانو څخه اوریدلی نو موسیقی اوریدل حرام دی،مګر زما یو ملګری ده هغه وایی چی په ځینو حالاتو،خاصو شرایطواو شرطونو کی موسیقی اوریدل رواده،او دی دا حدیث شریف((ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ الله وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ، تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي، وَقَالَ: مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ ؟ فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ الله فَقَالَ: «دَعْهُمَا». فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا. (بخارى:949))) ماته پرلپسی بیانوی او وایی چی دیته څه ځواب وایی،ددی تر څنګه ځینی نور حدیثونه،روایتونه او قصی د امام قرضاوی له خولی هم کوی چی دده په نظر او ګمان سره په ځینو خاصو حالاتو کی موسیقی روا عمل بولی.
    هیله د موسیقی د غږولو،اوریدلو،نڅاکولو….. په باب پوره او مفصل مالومات راکړی،هیله ده چی دا مالومات تر ډیره زما دملګری پوښتنی ځواب کړای شی،او زه ورته پوره او قوی دلایل ولرم.له پیرزوینی څخه مو نړی مننه،
    نجیب الله له کابله
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2980

  47. د دعوت ټولو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کوم او د الله څخه ورته د نورو کامیابیو غوښتونکی یم
    کله چی له یو چا څخه روژه فاسده شی نو دا شخص به څرنګه ۶۰ میسکینانو ته ۲ وخته ډوډۍ ورکوي ایا که چیرته ۶۰ نفرو ته په بازار کی ډوډۍ واخیستل شی نو کفاره به ادا شی او که چیرته کفاره ادا شی نو بیا یی عذاب شته ؟ له ۰۶ مسکينانونه مراد ۶۰ نفردي او ۶۰ کورنۍ ؟ که لږ وضاحت مو پکی وکړ نو خوښ به شم
    په درنښت
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2986

  48. دآنلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم
    وروسته له سلامه زما پوښتنه د لمانځه په باره کی ده.
    ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍که څوک د څلورو رکعتو لپاره نیت بسته ک‌ړی او وروسته په دوهم رکعت کی سلام وګرځوی او پدی وخت کی ور په یاد شی چی څلور رکعته لمونځ کوم نو پداسی حال کی که لمونځ تکمیل شی صحیح به وی او که نه. په درنښت
    ……………………………………
    اداره
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/3017

  49. السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!
    د قدر وړ استاده تاسي د یو سوال په ځواب کې لیکلي چې:
    (څوک چې په عبادت کې د ناپوهۍ يا هيريدو له وجې د ممنوع کار مرتکب شي په هغه باندې څه نه لازميږي .)
    نو دلته سوال دادي هغه څوک چې د نړې په ډیرو لریو پرتو سیمو کې اوسیږی او هغي د اسلام د شرایطو څه چې د دنیا د ژوند کولو نه هم خبر ندي او نه د نورو کفري دولتونو لخوا چا ته اجازه ورکول کیږي چې هغوي ته د اسلام او د ژوند کولو شرایط وروښایی او نه دي خلک سره دومره شعور شته چې د ځان سره دا فکر وکړې چې ددي نړې پیداکونکې څوک دی چې د ټولې نړې نظم په واک لري
    څرګنده خبره ده چې یواځې الله تعالی دی لکه ابراهیم علیه السلام ته چې دا فکر پیدا شوي وؤ چې د نړي کنټرول کونکې یو ذات دی چې هغه الله تعالی دی.
    نو پوښتنه دلته ده چې د داسي خلکو سرنوشت به په اخرت کې څه وي که په دي اړه د درنو لوستونکو سره ځواب شریک کړي مهرباني به مو وي .
    په درنښت

  50. د آنلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو او لوستونکو ته اسلام علیکم!
    په لمونځ کې د لاسونو د پورته کولو (رفع الیدن) ثبوت په کومو حدیثونو سره شویدي که مهربانې مو وي پدي باره کې پوره معلومات راکړې.
    په مننه

    ————————
    اداره خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2563

  51. نجیب الله

    سلامونه او نیکی هیلی می ومنی ،هیله ده چی روژی آخیری ورځی مو ښی وی.
    زماپوښتنه د اختردورځی په باره کی دی،ځینی خلګ وایی چی سعودی عربستان اعلان کړی چی یوه ورځ دروژه خوړل شوی،آیا دا خبره رښتیاده او که نه؟
    یعنی که داسی خبره وی نو له شکه وتلی ددوشنبی ورځ چی د ۱۳۹۰/سنبلی/۰۸ =2011/08/30 نیټی سره سمه ده داختر لومړی ورځ راځی،هیله ده په دی باره کی راته پوره مالومات راکړی؟
    څومره ډاډه یاست آیا راته ویلی شی چی ددوشنبی او یا سه شنبی په ورځ د اختر لومړی ورځ ده؟
    نجیب الله له کابله
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    اداره :

    د اختر په اړه پوره معلومات به وروسته ان شآء الله خپاره شي اوس مهال څه معلومات نشته

  52. دا خو د شکه لیرې نده چې اوله روژه زیاتره خلکو وخوړله ځکه د یک شنبی ورځ د روژې لومړۍ ورځ وه او خلکو د دوشنبی ورځ روژه ونیوله نو چا چۍ د یک شنبی په ورځ روژه نیولې هغوي ته د پوره روژې مبارکې وایم او د الله تعالی څخه ورته د زیات ثواب غوښتونکې یم او چا چې د دوشنبی په ورځ روژه نیولی ده دا کسان دي الله تعالی ته رجوع وکړې او د څپلي لټی او تمبلی له وجي دي پښیمان تیا وښي او الله ته دی توبه وباسي.الله تعالی دي دوی ته هم اجرونه ورکړې.
    په درنښت

  53. اکر یک نفر زنا کرده باشد و بعد توبه کند بخشیده میشود ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  54. dawat

    اداره
    بلی به توبه تمام ګناهان بخشیده میشود
    بشرط که توبه مخلصانه باشد
    الله تعالی می فرمايد :َا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا
    اي‌ مؤمنان‌! به‌ درگاه‌ خداوند توبه‌اي‌ نصوح ‌كنيد»
    توبه‌ نصوح: توبه‌ صادقانه‌ است‌. به‌قولي‌؛ توبه‌ نصوح: عبارت‌ است‌ از پشيماني‌ قلبي‌ از گناهان‌ گذشته‌، آمرزش‌خواهي‌ به‌ زبان‌، ترك‌ ارتكاب‌ گناه‌ با اعضاي‌ بدن‌ و عزم‌ و تصميم‌ بر اين‌ امر كه‌ ديگر هرگز در آينده‌ به‌ گناه‌ باز نگردد
    آن لاين اسلامې لارښود

  55. اسلام علیکم ورحمت الله
    عبادت (نفل ، تلاوت ،حج او داسی نور که یو شخص بل ته وروبخی ایا ثواب ورسیری او کنه
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    اداره
    ژوندې يا مړي ته د عبادت د ثواب بخښلو تفصيل دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2263

  56. د آنلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو اسلام علیکم!
    کچیری د یوی ښځی خاوند وفات شی او وروسته د عدت تیرولو څخه بل خاوند وکړی نو د قیامت په ورځ به د کوم خاوند سره را پورته کیږی.
    په درنښت

  57. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی،د تیرشوی کوچنی اختر مبارکی تاسو او ټول مسلمان ولس ته د زړه له کومی مبارک وایم.
    زماپوښتنه د کوچنی اختر د میاشتی د ثوابی روژو په هکله ده:
    ددی روژو شمیر څو ده؟
    ثواب یی څومره ده؟
    ترمنځ یی وقفه شته او که نه؟
    له کومی ورځی(نیټی) پیلیږی او په کومه ورځ (نیټه) ختمیږی؟
    او بله دا چی که څوک د مخکینیو فرضی روژو قرضداره وی ددی قرضداره روژو نیول له ثوابی روژو سره څه اړیکه لری او که نه؟آیا مخکی د فرضی روژو د قرض څخه د ثوابی روژو نیول څه حکم لری پداسی حال کی چی قرضی روژی هر وخت نیولای شو خو د ثوابی روژو وخت تیریږی؟
    په دی باره کی د مفصل او ژر ځواب په هیله؟
    مننه
    نجیب الله له کابله
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    اداره :
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/3150

  58. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
    زماپوښتنه د توبی او د ګناهونو د بخښلو په باره کی ده؟چی دا پوښتنه د همدی مخ ۵۳ او ۵۴ ګڼه کی هم مطرح شوی،که داسی وی چی که هره ګناه په توبه معافیږی نو شریعت ولی حدود ټاکلی؟
    مثلاً که یوکس یوه کبیره ګناه لکه زنا وکړی نو توبه د وباسی،حد د پرې جاری نه شی نو هغه کس معافیږی یعنی ګناه یی بخښله کیږی!؟هیله ده په دی هکله راته مفصل ځواب راکړی چی توبه او شرعی حدود یو له بله سره څه اړیکه لری؟

  59. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
    زما پوښتنه دیوه مسلمان اوښتل کفر ته او بیرته مسلمانیدلو په باره کی ده،که یو مسلمان کس خدای مکړه کافر شی بیرته مسلمانیدلای شی او که نه؟
    همدارنګه:
    ۱- په کومو حالتونو کی مسلمان د اسلام له ستری دایری وځی اومرتدیږی( کافریږی)؟
    ۲- دا ډول مرتدان څو ډولونه لری؟
    ۳- دمرتد په باره کې د اسلام حکم څه دی؟
    ۴- کوم ډول مرتد بیرته مسلمانیدلای شی،او کوم ډول یی نشی کیدلای؟
    ۵- تر ټوله مهمه داچی که د یوه کس حقیقی او واقعی دین اسلام وی او عملاً له اسلام څخه پیروی کوی خو دسیاست په ډګر کی( د ګوند په حساب) د کفارو یو ډول ملاتړکوی،لکه د پخوانی انګلس،پخوانی شوروی او اوسنیو حالاتو کی ډیر داسی مسلمان افغانان شته چی له هغو څخه یی خپل ملاتړ اعلان کړی،دداسی کسانو په کې د اسلام حکم څه دی؟
    ۶-د افغانستان د مسلمان ولس ځینی پخوانی انګلس پلوه،کمونیست پلوه او داسی نورو ټولو کسانو په باره کی (چې تاسو ته یی کړني ښی معلومی دی) داسلام نظر څنګه دی په داسی حال کی چی اوس هغوی اسلام منی او ترینه ملاتړ کوی؟
    هیله ده چی زما د پوښتنې په مقصد پوره پوه شوی یاست.
    دتاسو د پوره او مفصل ځواب په هیله.
    له تاسو نړی مننه.
    نجیب الله له کابله

  60. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
    ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پیل کړی الله ج د نیکه بدله درکړی.
    پوښتنه می داده چی دا اوسنی د ژوند نظام یا روایت او یا هم رواج ورته ووایو چی د افغان کورنیو په منځ کی عام دی د څو وروڼو یوځای ژوند کول دی په یوه کور کی. د اسلامی شریعت له انده دا څنګه دی ځکه چی په ګډ کور کی یو سړی د خپلی ورینداری سره یوځای کښینی، ډوډی خوری (د ورینداری سره یوځای کښیناستل خبری کول د هغی مخ لیدل څه حکم لری) او بیا د تره ځوی او لور یو ځای اوسیدل…
    ستاسو د مشرح ځواب په تمه

  61. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی:
    زما پوښتنه د جمعی د ورځی د لمانځه د ترتیب اود شمیر په هکله ده:
    ۱- ځینی خلګ ۴رکعته سنت بیا ۲رکعته فرض بیا ۴رکعته سنت او بیا ۲ رکعته سنت کوی چی مجموعه یی ۱۲ رکعته کیږی.
    ۲- ځینی نور خلګ ۴رکعته سنت بیا ۲رکعته فرض اوبیا ۴رکعته سنت کوی چی مجموعه یی ۱۰ رکعته کیږی.
    ۳- ځینی نورخلګ ۴رکعته سنت بیا ۲رکعته فرض او بیا ۲ رکعته سنت کوی چی مجموعه یی ۸ رکعته کیږی.
    ځینی یی په ټینګار سره مجموعه لس رکعته(۴سنت،۲فرض او ۴سنت)ښیی او وایی چی دا بحث د مشکواه شریف په باب الجمعه کی شوی.
    څرنګه چی هرکس دی کتابونو ته لاس رسی نه لری،او که یی لری هم د ژبی ستونزه لری.
    هیله ده چی راته پوره او مفصل ځواب راکړی.
    له پیرزوینی مو نړی مننه
    نجیب الله له کابله

  62. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

    امید دی چې ښه روغ او جوړ به یاستی. زما یوه پوښتنه ده : هغه دا چې په پښتنو کې یو دود دی چې کله کوم شخړه یا ستونزه پېښه شي نو بیا یې د مرکې یا جرګې له لارې حل کوي. چې په هغه جرګه کې د جرګې مشران په ملامت کس د پسه (ګډ) جریمه ږدي چې جانب مقابل کس کور ته یې ورولي او هلته یې ذبح کوي. آیا دا په شریعت کې جایز دي؟! زما د ملګري په اسرار چې وايي د حنفي فقهې په رڼا کې یې که ځواب کړئ مننه به وي .

  63. د آنلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو اسلام علیکم!
    کچیری د یوی ښځی خاوند وفات شی او وروسته د عدت تیرولو څخه بل خاوند وکړی نو د قیامت په ورځ به د کوم خاوند سره را پورته کیږی.
    په درنښت که پوښتنه مو راځواب کړی خوشحاله به شو

  64. سلامون او نیکی هیلی می ومنی.
    زما پوښتنه د جنازی د غیابت د لمانځه په هکله ده،آیا که د یوه کس د جنازی لمونځ په یوه سیمه کی او خپله جسد یی په بله سیمه کی وی د جنازی لمونځ ورته څنګه ده؟
    هیله ده راته مفصل ځواب راکړی.
    زما دوه نوری پوښتنی چی دهمدی مخ ۵۹ او ۶۱مه پوښتنی دی تر اوسه بی ځوابه پاته دی هیله ده چی د ځواب په باره کی یی بیا کتنه وکړی.
    له تاسو نړی مننه.

  65. محترمو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    لطفا دا راته ووایی چی مسلمان د کافرسره څه ډول ملګری کولای شی ،زه په یوه خارجی موسسه کښی کار کوم او زما امر امریکایی د ی ، هغه یوه ورځ ماته وویل چی ایا ته زما ملګری کیدای شی ؟ما ورته وویل چی هو نوهغه قران چی په انګلیس ژبه ترجمه شوی راته را واخیست او وویل چی په قران کښی ځه لیکلی اوهغه ایات را وښودل چی د یهودو او نصارا د دوستی په اړه لیکل شوی .نو زما سوال دادی چی اول زه پدی ګنهکار شوم او که نه چی ما ورته وویل چی هو ،اوبل دا کله چی موږ کولی شو د یهودو نصارا سره نګاح وکړو چی خیښی ورته وای نو دوستی ولی نشو کولای اوددی ایاتو د تفسیر په اړه نو څه معلومات راکړی
    مننه

  66. محترمو ورونو زه یو ‍پشتنه لرم هغه دادی چه :
    په اوسنی عصر کی بعضی خلک به محبت سره واده کوی ایا د علومامو او قران پاک په رنا کی دغه موضوع خرنګه دی ایا دا څرنګه اینده لری که په ده باره کی مو معلومات راکړی ډیر مننه به مو وی

  67. ډیر محترم موفتی صاحب اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی ما تقریبا شل کال مخکی د یوه نفر سره کار کاوه یعنی خښتی می ورسره وهلی ،بیا د کار په جریان کښی د ځمکی د کیندلو په وخت یو څو زړی پیسی چی د کفارو د دوری څخه وی پیدا کړی . او دناخبری او ضغیف اقتصاد له کبله هیچ چا غږ ونکړ او ځانته می خرڅی کړی ،نو زما سوال اوس دا دی چی په هغه زړو پيسو کښی د ځمکی د مالک حق راسره شته او که نه ؟اوکه چیری وی نو د زړو پيسو حساب دنویو سره څنګه برابر کړم او څومره حق زما او څومره د مالک کیږی .او یو بل تشویش زما سره دا دی چی که چیری زه هغه ته ورشم او دا خبره ورته وکړم د دی ویره هم شته چی پر ما د ډیرو شیانو دعوی ونکړی،لطفا په مکمله او واضح توګه لارښونه راته وکړی
    وسلام

  68. اسلام علیکم ورحمة اللہ وبرکاتہ واقعی دغہ ویب سایت نہ ھرسوک کولای شی چے استفادہ وکڑی ولے چےدھر قسم مسایل حل کولواسان طریقہ دی اللہ پاک نہ زمادغہ دعا دا چے دغہ ویب سایت اوکارکنانو تہ کامیابی او کامرانی پہ نصیب وگرزوی امین یا ربالعالمین ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔خوشخبری۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ھرسوک کولای شی چے onlain۔ قران کریم نورانی قاعدہ تجوید اوقرآیت سرہ مستفید شی ددے کار لپارہ عمر شرط ندے لوستل غواڑی کولای شی چے زمونگ ishaqmadani.skype. باندے ۲۴ساعتہ رابطہ کولای شی skype کے زمونگ نمبر موجوددی…

  69. سلامونه او نيکی پيرزونی

    يو سوک چی مر (وژل)وي او په ژوندون کی شه کس تیر شوی وی خدای ج ته د هغه شفيع کول روا دي؟
    مثلا د پلانی شخص په برک خدای ج زما دا ستونزه حل کری يا خدای ج د ده په برکت ماته اولاد راکی .
    مننه

    مهربانی وکړی خپل ځواب دلته وګوری http://dawat.katib.org/archives/1647
    http://dawat.katib.org/archives/2059

  70. ،اسلام علیکم ورحمة اللہ و برکاتہ،
    ھغہ حافظ دقران کریم چے قران یے یاد کڑے وی
    اوبیا ھیرکڑے وی وقت نلری چے مسجد یا مدرسے تہ لاڑشی
    او یا ورتہ میسر نہ وی نو کولای شی
    ان لاین onlain
    گردان یعنے ۔۔تکرار۔۔ تجوید وقرآت سرہ
    دماخام۷بجو نہ ترسحر۷بجوپورے کولای شی چے زمونگ
    skype
    ishaqmadani
    سرہ رابطہ وکڑی انشااللہ مستفید بہ شی،،،
    کہ سوک غواری چے قران کریم حفظ وکڑی،،
    او کہ دچازدہ نہ وی ھغہ ھم کولای شی چے مونگ سرہ رابطہ وکری عمر شرط ندی،،
    فقط وقت شرط دی،،،،
    الحمداللہ مونگ سرہ
    ۲۵ ماشومان چےعمرونہ یے ١۰ کالہ
    ۲سڑی چے عمرونہ یے ۴۰ کالہ
    ۲زنانہ چےعمرونہ یے ۵۵ کالہ
    او
    ١ زنانہ چے نوی مسلمانہ شوی دہ چے عمرے ۲۸ کالودہ درس د قران کریم وای
    اللہ پاک نہ دعادہ چے دغہ ویب سایت تہ کامیابی او کامرانی نصیب کڑی چے دمسلمانانو ھر قسم مسایل دقران او حدیث نہ جواب ورکوی
    او مونگ سرہ چے کوم استادان دے ھغوی تہ
    مونگ سرہ الحمد اللہ د
    امریکا
    لندن
    ڈنمارک
    سویڈن
    کندا
    نیوزلیند
    دبی
    قطر
    سعودی عرب
    شاگران موجود دی
    تاسو ھم کولای شی

  71. یوه پوښتنه کول غواړم.
    موږ مسلمانان چي کله روژه اونیسو نو په روژه کې یا د اختر د لمانځه مخکې سر سایه ورکوو. ایا څوک ویلای شي دا سر سایه ولې ورکړل کیږي او په څه وجه؟ یعني کیسه یې څه ده او د څه په اړه ورکړل کیږي؟
    ستاسو د ځواب په هیله
    فیض محمد تره خیلی

    ځواب
    د فطر لغوی معنی ده روژه ماتول او د فطرصدقې معنی ده د روژي ماتولو صدقه نور تفصيل په لاندې لينک وګورئ
    http://dawat.katib.org/archives/3019

  72. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
    زماپوښتنه د غلا د حد د جاری کیدو په هکله ده،په څومره مال د غلا حد جاری کیږی،یعنی که یو څوک ۱۰۰۰ افغانی غلاکړی د شریعت حکم څه ده،لاس یا پښه یی غوڅیږی او که نه؟
    د مفصل ځواب په هیله
    نجیب له کابله

  73. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
    پوښتنه می د جنازی د لمانځه د اوداسه او تیمم په باره کی ده،که جنازه تیاره وی او ددی احتمال موجود دی که په اوبو اودس وکړم نو جنازه تیریږی،آیا په دی حالت کی تیمم وهلای شو او که نه؟
    د مفصل ځواب په هیله.
    نجیب الله له کابله

  74. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
    په سر کی :ددی سابت له ټولو کارکوونکو څخه نړی مننه کوم چی د ټولو خلګو د ذهنونو په روښانولو کی همیشه هڅی کوی،او زمونږ ټولو شرعی پوښتنو ته ځواب راکوی.
    زما پوښتنه د (( اهل بدعت کوم چې تأويل کوي لکه مرجئة ډله ، معتزله ډله او خوارج )) ډلو په باره کی ده،دا ډلی څوک دی؟کوم کارونه کوی؟ د شریعت حکم ددوی په باره کی څه ده؟
    نړی مننه
    د مفصل ځواب په هیله
    نجیب الله له کابله

  75. meena

    نه وده شوي پغله خپل پلار سره کولاشي حج وکړي؟

  76. ایا په هغه مسجد کی مونخ کیری چی امریکا یانو جور کری وی

    مهرباني وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/1835

  77. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
    زما پوښتنه د جنابت دغسل په باره کی ده،د غسل فرضونه دری دی(۱-دخولی مینځل۲- د پوزی مینځل ۳- د ټول بدن مینځل) دا یوځل ده او که څنګه؟
    ما له یوه عالم څخه واوریدل چی د جنابت د غسل لپاره که جاری اوبه وی یو ځلی ډوبیدل او که په حمام کی وی(خو شاور نه وی) دری ځلی باید په ټول بدن او به تیری شی.
    دلته که په حمام کی شاور موجود وی نو څو ځلی باید پر ځان اوبه تیری شی؟او یا له همدی شاوره با پیپ څخه همداسی اوبه جریان ولری په دی حالت کی څومره اوبه یا څومره وخت کافی دی چی د غسل ټول شرایط پرځای شی؟
    په درنښت

    ځواب
    بسم الله الرحمن الرحيم
    يو ځل په خوله پزه او ټول ټول بدن باندې اوبه اچول فرض دي
    و فرض الغسل المضمضة والاستنشاق و غسل سائرالبدن ( هدايه ج ۱ ص ۳۶ )
    او دری ځلې مينځل سنت دي .

  78. له هرڅه نه مخکې د آنلاین اسلامی لارښود ټولو مینه والو ته نبوی تحفه جې عبارت د السلام علیکم ورحمت الله و برکاته څخه ده ډالۍ کوم .
    زما یوه پوښتنه ده ( که په لمانځه کې د یو کس څخه که په لومړی رکعت کې وی یا په دوهم رکعت کې وی قرائت پاتې شی او روکوع ته لاړ شی حکم ئی څه دی یعنې څه باید وشی، او بل دا چې که په وتر واجبو کی دعای قنوت د چانه هیره شی او روکوع ته لاړ شی نو څه حکم لری .)
    که پدې هکله معلومات راکړی نو مهربانی به مو وی.

    مننه؛

  79. ایا تاسو پوهېږئ چي جوجي ماجوجي چېرته دي؟ څوک دي ؟
    که ملګري خپل معلومات راسره شریک کړي خوشاله به شم

  80. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی:
    زما پوښتنه د واده د لومړی شپی په هکله ده.
    محترم مفتی صیب:
    زمونږ په افغانی ټولنه کی ډیر داسی کسان شته چی د شرم او حیا له وجهی د شریعت له احکامو بی خبره پاته وی،دوی نشی کولای چی د اسلام په چوکاټ کی هر ډول خبری مطرح کړی په داسی حال کی د یوه مسلمان په حیث باید د ژوند په ټولو چارو کی د اسلامی احکامو څخه خبر وی……
    دادی زه اوس داسی پوښتنه کوم چی ممکن د ډیرو کسانو په زړه کی وی خو د شرم له مخی یی نشی کولای.هیله ده ما د داسی الفاظو په کارولو وبښی او راته مشرح ځواب راکړی.
    دری میاشتی کیږی چی کوژده می کړی او له اختره ورسته می انشاالله واده ده،خو تراوسه له خپلی میرمنی سره می نه ملاقات شوی،نه غږیدلای یم او نه موهم سره لیدلی.
    زه ډیر حیران او ورخطا یم چی په لومړی شپه څنګه یوی داسی میرمنی سره چی په ټول ژوند کی مو سره لیدلی هم نه دی(خو اوس په شرعی نکاح زما میرمن ده)په یوه کوټه کی دوه په دوه سره ملاقات وکړو او یا هم په یوه بستر کی سره یو ځای شو .
    ۱- له څه نه پیل وکړم…..؟
    ۲- کوم کارونه سرته ورسوو….؟
    ۳- آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
    په مجموع کی د محمدی شریعت سره سم مونږ باید کومی کړنی سرته ورسوو؟
    هیله ده زما په پوښتنه پوره پوه شوی یاست.
    د تاسو د واضح او پراخ ځواب په هیله.
    له تاسو نړی مننه.

    نجیب الله له کابله

  81. احمد نور

    له هر سه نه ده مخي سلام
    بعد له سلام
    زه يو پوشته لرم چي هغه داسي ده

    يو شمير بانكونه حسابونه افتحتا كوي په اسلامي نوم كله (حساب مشاركه اسلام ) ده داسو حساباتو سه حكم ده ايا دا سود ده او كه نه كته در كوي خو تاوان در سيني نه اخلي
    وسلام

  82. شکر الحمدو الله چی موژ مسلمانان یاستو او خدای پاک دی هغه کسانو ته چی غواری دالله ددین کلمه په نورو دینونوپورته کوی جنت فردوس ورنصیب کری.امین یارب العالمین.

  83. تیمور احمدزی

    د اصلاح انلاین ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم و اختر مو ډیر ډیر مبارک وی ! زه يوه پوښتنه لرم او هغه دا چه زمونږ په کانادا کښ بعض دوستان دی او د هغو څخه چا زما نه پوښتنه وکړه چه د بانک څخه په قرض کړی شو‌ؤ پیسو جومات جوړی څنګه دی .. حال دا چه بحر ملکونو کښ خلک جومات ډیر عالی شأن سره جوړوی آیا ددی دا ضروری دی چه باید د جومات عالی شأن سره جوړ شی او هغه لپاره دی د بانک څخه قرض واغستلی شی او بیا هغه قرض د په قست قست د خلکو نه پیسو اغستلو سره پرداخت شی … والسلام علیکم

  84. اسلام علیکم ورحمت اللہ وبرکاتة
    امابعد
    ماشااللہ اوسہ پورے د دعوت کاتب انلاین لہ طریقے نہ ۵افغانان دزدکڑے لپارہ مونگ سرہ add شوی دی پہskype کے
    چے قاعدہ او ناظرہ ۲ پکے حفظ القران شروع کڑے دی
    اللہ پاک دے دعوت کاتب تہ کامیابی او کامرانی پہ نصیب کڑی
    سرہ د ھمکارانو
    تاسو ھم کولای شے
    ستاسوپہ حدمت کے
    قاری اسحق مدنی
    ishaqmadani
    my skype id

  85. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
    د انلاین اسلامی ویب پاڼی چلونکو ته په دنیا او اخرت کی کامیابی او بریاو غوښتونکی یم.
    زه یوه پوښتنه لرم هیله مندیم ځواب یی پر خپل ایمیل زر ترلاسه کړم:
    پوښتنه: که څوک خپلی میرمنی ته د مینی او محبت له وجه دکوم حیوان نوم واخلی مثلا ورته ووایی چی بیزوګی یا داسی نور لفظونه لکه شوروی ،انګریزی،مردار خوری،د سپی لوری او داسی نور استعمال کړی پر دغه الفاظو باندی خو به نکاح ته کوم زیان نه رسیږی؟ او که خدای نه خواسته نکاح ته پکی کوم نقصان رسیږی نو میړه ته څه په کار دی چی وکړی؟ وسلام

  86. د اصلاح انلاین ټولو کارکوونکو ته سلاموه او نیکی هیلی وړاندی کوم
    ګرانه مولوی صاحب زما پوښتنه دا ده جې خلقیان او پرجماین ایا د مسلمانانو په ډله کې راتلی شی د دوی مفکوره او عقیده اسلامی ده که څنګه ماداسی اوریدکی چطې د دوی عقیده د لیلن عقیده ده خو نور معلومات نه لرم چې لیلن څنګه مفکوره یا عقیده وه په مهربانی سره د دوی د کتابونو په حواله او په اسنادوسره په پوره تفصیل معلومات راکړی جې ډیره اړتیا ورته لری ځکه جې بعضی خلک جې خلقیان دی د خلق او پرچم ګوندیو ډیر ښه او د اسلامی اصولو مطابق ګوندونه بولی او ځانونه ښه مسلمانان بولی
    وسلام

  87. حضرت بهار

    اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
    په دې هيله چې جوړ وې. ګرانه يوه پوښتنه لرم چې که په اړه يې معلومات راکړې. دغه لاندې اصطلاحات که د اسلامي ليد لوري راته تعريف کړې. ډيره مننه

    ۱: دين
    ۲: مذهب
    ۳: کلتور
    او ۴: دولت

    ځواب ته دې منتظر يم
    جزاکم الله خيراً

    د الله په امان
    حضرت بهار

  88. ګرانو! زما پوښتنه دا ده جې خلقیان او پرجماین د( لینن) خبری یا شعار یا انکار د الله د ذات یا د دین خصوصأ دذ اسلام څخه چې څه وه د کومو کتاب یا کوم مراجعو په حواله جې د ددوی وی او دوی په خپله لیکلی وی د هغو کتابو نو په باره کی که معلومات لری راته یی معلومات راکړی نو مهربانی به مووی
    وسلام

  89. ټولوکارکوونکوته سلامونه وایم وروسته له خپلواحتراماتو یوه پوښتنه لرم چی زمونږپه هیوادکی زیاتره خلک زیارتونو ته ددعا دقبلیدولپاره ،درب العالمین دپاک ذات ته دواسطه جوړولولپاره څی او هلته دعاګانی کوی حال داچی پاک ذات رب العالمین په هرځای کی حاضر او ناظر دی او دانسانانو چاری بغیر دځنډ څخه څیړی ،او ددعا دقبلیدو بهتره څای جماعتونه او مسجدونه دی ددی موضوع دروښانتیا لپاره یوه مفصل بحث او حوالی غوښتونکی یو ترڅو ذهنیتونه دمسلمانو ولسونو روښانه شی او هیله مند یم چی دغه بحث ستاسو دان لاین خوږی پاڼی لمړی مخ ته انتقال شی ترڅو په اسانی سره هر شخص لاسرسی ولری او همدارنګی یوه بله پوښتنه داده چی : نن سبا سوالګران زیات شوی دی او وایی چی یوه روپی راکړی ،کومک وکړی ،څوک نلرم خو حال داچی بغیر درب العالمین دپاک ذات دنوم داخستلو پرته څوک کومک کولای شی او کنه؟سوالګر چی دپاک ذات دنوم پرته خیر وغواړی ایا کومک ورسره کول جواز لری او کنه ؟ ستاسو دتوجه څخه مننه واقعآ لوی تبلیغ او نیکی لاری ته مو مخه کړی دی رب العالمین مو زمونږ سره سره کامیاب او پدی لاره کی بریالی کړه . تشکر محمد فاروق (( همت )) کابل

  90. حضرت بهار

    ټولوکارکوونکوته سلامونه

    بخنه عواړم ځان وژانه څه حکم لری

  91. هډاوال ويب اداره

    د آن لاين اسلامې لارښود ټولو کارکوونکو ته

    السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

    او نیکی هیلی وړاندی کوم

    واقعاً د تاسو دا خواری د اسلام په لاره کی د ستایلو وړ ده
    او الله تعالی دی دتاسو دغه خدمت په خپله لاره کی قبول کړی
    او الله تعلی دی مونږ ته په دغی لاری پوره تللو توفیق راکړی

    خوشخبری او بشارت

    درنو وروڼو او خويندو

    الحمد لله اوس هډوال وېب تاسو ته د عربی: پشتو :اردو:مضمونونو او لیکنو
    سره سره دفارسې او درې مضمونونو او لیکنو لړې هم پیل کړا
    دا ستاسو دعاء ده چه هډاوال وېب دې مقام ته وا رسېد

    ود راخر عرض ميدارم كه خواڼده هاي محترم خصوصاًوګا علما كرام وصاحيبان افتاء در هرجايكي ضعف بيا بد مولف را اطلاع داده وانشآلله بنده عا جز. تنقيد آنها به سرچشم قبول خواهد كرد ودر اشاعت مستقبل انرا ملحوظ ميدارند كدام جاى كه درين قلم ودما غم كار صحيح كرده است نتيجي تو فيق خداوند ومتعال ونتيجه فائده از اكابر ميبا شند ودر كدام جايكه قلم لفزش نموده انرا نتجه قصور در دا نش خويش ميدانم كه از خداوند متعال سوال عفوه ودر ګزرى ميكنم وبراي بندګان خدا وند طلبګارخير خواهي وصحت آن هستم .

    ربنا لاتواخذنا ان سينا او اخطانا – ربنا ظلمنا انفسنا وان لم تغفرلنا و ترحمنا لنكوڼ من الخسرين (

    اللهم لك الحمد كما ينبغي لجلال وجهك و عظيم سلطانك

    اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى

  92. عبدالجبار فراز

    ټولوکارکوونکوته سلامونه وایم

    وروسته له خپلواحتراماتو

    یوه پوښتنه لرم
    هيله ده څېړونکي دينپوهان يې را حل کړي:

    په قسط باندې د يوې متاع رانيول د اسلام له مخې څه حکم لري؟ تشرېح: مثلاً: که د يو شي ارزښت نقداً ٥٠٠٠ افغانۍ وي، خو په قسط وار ډول په ٥٥٠٠ افغانۍ لوېږي، آيا د اسلام له مخې يې په رانيولو کې کوم بنديز شته؟

  93. اسلا م علیکم ور حمه ا لله و بر کاه
    ګرانو د تهجد لمونخ خو رکعاته کېږې مننه

  94. السلام علیکم ورحمة وبرکاته!

    د اسلامي لارښود محترمو همکارانو ته د رب لا یزال څخه د دنیا او اخرت نېکمرغي، بریالیتوبونه او خوشحالی غواړمه. زما پوښتنه دا ده، چې زمونږ اکثریت پښتانه دا د ځان لپاره عار او د پښتنی دودونه خلاف عمل ګڼي چې څنګه له خپلوانو نامحرمو څخه پرده وکړي مثلاً د وریندارې، د ترور لوڼه، د تره لوڼه، د ماما لوڼه او خښینې (د خپلې میرمنې خور). او په ځانګړي توګه که د خښینې څخه د پردې په اړه که توضیحات راکړﺉ چې ځینې پکې وایي چې دا د موقتي خور حیثیت لري څه پروا نلري او همدا رنګه په کومو خبرو حرمت مساهره واقع کېږي، که په دې اړه مفصل ځواب راکړﺉ او همدارنګه د بې پردې توب د دنیا او اخرت زیانونه یې هم که ذکر کړﺉ مننه به مو وي. عمر خطاب سلام خیل

  95. شمس الرحمن " زاهد"

    دآن لاين اسلامې لارښود تولو کارکونکو ته خپل د زره له کومی سلامونه او نیکی هیلی وراندی کوم .
    اسلام علیکم و رحمته الله وبرکاته!
    الله ” ج” دی ستاسی د دی لوی خدمت په بدل کی تاسو او ستاسو
    والدینو ته جنت فردوس ور به برخه کری .

    زماپوشتنی په لاندی دول دی :-
    – آیا مونژ مشرک ته کافر ویلای شو او که نه که مشرک ته کافر ویلای شو .
    – آیا د مشرک توبه قبلیژی او که نه که قبلیژی په کومو حالتو کی .
    – آیا شعیاگان مشرکین دی او که نه که دی نو بیا یی راته د اسلام په رنا کی جواب راکره .
    —————————–
    مهربانئ وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/3649

    وسلام
    په درناوی
    شمس الرحمن ” زاهد”

  96. اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
    محترمو ایادخپل خاوند د شرمګاه مچول په دی شرط جه پاک وي او لوندوالی پری نه وی چایزده اوکه نه
    والسلام
    ——————————–
    مهربانئ وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/3704

  97. السلام علیکم ورحمت الله
    ایا کله چه د ښڅي له خپل خاوند سره غوصه راشي ددي حق لری جه دشپي له خاونده بستر چلاکړی

    ………………………………………………………..

    مهربانئ وکړئ دا مطلب http://dawat.katib.org/archives/3510 په غور ولولئ ان شاء الله ځواب به مو حل شي .

  98. احمد نور

    ده خپلي بي بي سره د حمل په وخت كي د كوروداني طريقه يعني فايده ناكه طريقه را ته و شي چي نه بي بي ته و نه ماشوم ته ضرر ورسي كي

  99. د اسلامی لارشود محترمو کارکونکی اسلام علیم …..
    زه یو پوشتنه لرم چه هغه دادی خو ورخو راهیسی په کابل شار کی د موبیل 50 روپی کارت په 55 افغانی باندی خرخیزی ایا په دی کی خو سود ران هاخی خکه دا خو کارت نه بلکه 50 افغانی دی که جیری سری 50 افغانی پ0 55 افغانی باندی واخلی دا به خرنگه وی بدی باره کی معلومات غوارم مننه

  100. السلام علیکم!
    پوښتنه!
    په افغانستان کی د ساختمانی شرکتونوسره کوم چی د امریکایانو نه پروژی نیسی او د ملی اردو او پولیسو لپاره نظامی ادی جوروی کار کول روا دی او که نه، لطفا مفصل ځواب راکری.
    ________________________________________
    مهرباني وکړئ خپل دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/2500

  101. زما پوښتنه داوو
    هفه کسان چی د یو مجبوریت په اساس د کافرانو سره کار کوی ایادی ته لازمه ده خپل وظیفه پريژدی او یا یی ادامه ورکړری

    په ډیر درناوی

  102. محمدولی ستانکزی

    محترمو استادانو ته سلامونه اونیکی هیلی په دواړودارینو کی مو الله کامیابی په نصیب کړه
    پږښتنه می داده علماوو دپګړی تړلو په وخت کی شهیدانو اوحاجی ضاحبانو ته په غاړه کی ګلان اچول څه حکم لری که ږر اودشریعت په رڼاکی جواب راکړی ډیره مننه کوم

  103. محمدولی ستانکزی

    سلامونه او نیکی هیلی تاسو محترمو استادانو ته!
    پوښتنه: که څوک له یو مذهب څخه بل مذهب ته اوړی په دی معنی چې د بل مذهب له طریقی څخه استفاده کوي لکه د امام اعظم له مذهب څخه شافعی مذهب ته؟
    په دی اړه شریعی حکم څخه دی که راته یی واضح کړئ؟
    په درنښت.

  104. محترم دآن لان اسلامي سايت ته!
    سوال مي داده جي دپراپرٹی کار کول په کميشن سره (په فیصدی)جایز دي كه يا ؟
    او دواڑو حخه اخستل جایز دي كه يا ؟

  105. Masha Allah

  106. بسم الله الرحمن الرحیم
    سلام اونیکی هیلی..زه محمد عالم له روسیه نه لومری د سایت کارکوونکی اود افغانستان ټولو مسلمانان ته سلامونه وراندی کوم.
    او وروسته زه یوه پوښتنه لرم…
    دا چی مونږه باوراو عقیده لرو چی الله ج دهرځه په کولو باندی عالم او قادر دی نو کله چی یو انسان ښه او بد اعمال کوی دا خو الله ج دمخه د هغی انسان په تفدیر کی لیکلی دی او الله ج تقدیر بلیدونکی نه دی پس د قیامت په ورځ هغه انسان دخپل بد اعمال سزا وینی دا ولی؟؟دا خو الله ج دمخکی په تقدیر لیکی دی….
    پدی لره عقلی او نقلی وضاحت غوارم
    په احترم عالم..وردک

  107. کريم شينوارى

    اسلام عليکم ورحت الله وبرکاته

    زما يوه پښتنه ده که چرته وخت لري او راته يي ځواب ووايي نو ډير زيات به خوښ شم. پښتنه داده چې تقريبا زه له ډيره وخت په خوب کې باران وينم چې وريږي او يا هم ګورم چې باران وريدلى او ځمکه لمده وي مثلا داسي احساس کوم لګه چې څوک له کوره بهر ووځي او باران شوي وي او ځمکه لمده وي د دغي خوب تعبير که راته وښايي ډيره زياته مهرباني به مو وي تقريبا د يوې مياشتې څخه دغه خوب ګورم او بل زما يو ملګرى دي هغه هم له ما څخه تقاضا وکړه چې پښتنه يي تاسي ته در واستوم هغه داچې هغه هم خوب ليدلي او ويل يي چې په خوب کې خپي لوڅى ګرځيدم يعني په خپو مې چپړي يا بوټان نه و او خپي مي لوڅي وي نو که ددي بښتنو ځواب مو راکړ ډير به خوښ شم

    کريم شينوارى او مصطفى شيرزاد له ليستر ښار انګلنډ څخه

  108. Abdul baqi raqibi

    اسلام علیکم ورحمت الله
    زما پوشتنه داده چی کرسی سه شی ته وایی او آیت کرسی ولی په دی نوم یادیگی مننه

Leave a reply to حکمت الله Cancel reply